افغانستان

کونړ: افغان ځواکونو د پاکستانیو توغندیو ځواب په توغندیو ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان د توغندیو ځواب یې په توغندیو ورکړی او ګڼو پاکستانیو ملېشو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ امنیه قومندان جمعه ګل همت وايي، له تېرې ورځې راهیسې یې افغان پوله ساتو ځواکونو د پاکستانیو ملېشو په ځواب کې د توپچي بریدونه کړي او ګڼ شمېر د پاکستان ملېشې یې وژلي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی هم وايي، د افغان پوله ساتو ځواکونو توپچي بریدونو وروسته د پاکستانیو توغندیو په بریدونو کې کموالی راغلی دی.

پاکستان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کونړ پر شپږ ولسوالیو له ۱۰۰۰  ډېر توغندي توغولي، چې یوازې د شلطن ولسوالۍ څخه ۲۵۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

له دې وړاندې افغان امنیتي چارواکو له پاکستان غوښتي وو، چې د توغندیو لړۍ ودروي.

په افغانستان کې مېشت د ناټو او امریکايي عسکرو قومندان جنرال نیکولسن د پاکستان د توغندیو په غبرګون کې ویلي وو، چې پاکستان دې د توغندیو توغولو پرځای له ناټو سره د «ترهګرو» د پټنځایونو په اړه معلومات شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

وایی [[ خری ته ګوره او د صحرا شپی ته وګوره ]] غلامه اداره اعلان کوی چه پاکستانو ۱۰۰۰ توغندی ویشتلی مګر تر اوسه یو انسان څه چه حیوان هم پری نه دی لګیدلی مګر زمونږ غلامه اداره دومره سمه نښه ولی چه په اول وار یی پاکستانی بی شمیره ملیشی وژلی او تارومار کړی چه له امله د توغندویو به غورځولو کی کموالی راغلی ځکه د غلامی اداری له شغالانو وډاریدل ، اوس به ګورو چه د پاکستان غچ اخستنه خو خیر خو دغه مړی چه غلامی اداری وژلی یا زخمیان کړی پاکستان یی هم اعلانوی که نه یی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x