افغانستان

زابل: ترافیکي پېښې ۱۶ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نن سهار د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې ترافیکي پېښې ۱۶تنه ټپیان کړي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، پېښه نن سهار اته بجې د شاجوی ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ۳۰۳ او کرولا موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سیال په خبره، په پېښه کې ۱۶ تنه ټپیان شوي، چې دوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د شاجوی ولسوالۍ ولسوال وزیر جوادي وايي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

یاده دې وي، تېره اوونۍ هم په زابل کې درې ترافیکي پېښې شوې وې.

د کابل ـ کندهار پر لویه لاره نږدې هره اوونۍ ترافیکي پېښه کېږي، چې له امله یې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x