
ترکیه : د افغان ښځينه پوليسو د زده کړو ۴ مياشتنۍ دوره پيل شوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):پرون د چهارشنبې په ورځ په ترکيه کې د افغان ښځينه پولیسو د زدکړو ۴ مياشتنۍ دوره پيل شوه.
د افغان ښځينه پولیسو رواني زدکړي د ترکيې د پولیسو په سيفاس روزنتون کې تر سره کيږي.
دا شپږمه دوره ده چې په کې ۲۴۳ ښځينه افغان پولیس روزل کيږي.
له هغه مهاله چې د افغانستان ـ ترکيې ترمنځ د همکارۍ پرېکړه شوې تر اوسه نژدې ۷۳۰۰ پوليس او د ملي اردو سرتيري د ترکيې هيواد له لوري روزل شوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي دوی په خپل تشکيل کې ښځينه پولیسو ته زیات ضرورت لري او په وينا يې چې د ښځينه پولیسو شمېر به تر ۱۰ زره پوري ورسوي.
د ترکی او اردګان اسلامی حکومت پولیسو ته ښځی نه بلکه امریکایانو او اروپایانو ته افغانی ښځی تربیه کوی ، دغه خبیث اردګان چه پښی یی د امریکا، سر یی د اسراییلو او خوله یی د فلسطین او نورو مسلمانانو سره ده مګر د افغانستان خلک مسلمانان نه دی . سربیره پردی چه د ناټو د قوماندی لاندی د افغانستان مسلمانان د ترکی په مسلمانانو وژنی ،امریکایانو او اروپایانو ته افغانی پولیسی هم روزی
اجمل وروره تا نو بیخی مرداره کره،په هر سه نقد.راشه دی راروانو تاکنو کی زان کاندید کره چه ریس جمهور دی کرو بیا گورو چه ته بی چیرته او چاته تربیه کوی