دیني، سیرت او تاریخ

د ملاقات لپاره د وخت د غوره والي ، اندازې او له میزبان سره ادب

یو څو اهم اسلامي آداب: 12-13او 14 ادب:

لیکنه : عبد الفتاح ابو غده

ژباړه : مفتي احسان اللّه

مناسب دا دی ، چې د ملاقات لپاره باید مناسب وخت انتخاب کړې ، او کله چې ملاقات کوي ، نو هلته د میزبان سره دومره وخت تېره وه ، څونه چې ستا او د هغه د تعلقاتو او د هغه د حال سره مناسب وي ، لهذا ملاقات مه اوږده وه ، او مه پر میزبان باندي بار جوړیږه ، او مه په داسي وخت کې ورځه ، کوم چې د ملاقات لپاره مناسب نه وي ، مثلا : دډوډۍ خوړلو په وخت ، دخوب په وخت او داستراحت په وخت کې له ملاقات نه ډډه کوه .

امام نووي رحمه اللّه په خپل کتاب الأذکار کې دسلام دمسائلو دبیان په آخر کې فرمايې :

د یو مسلمان لپاره چې دکوم مستحب فعل ډیر تاکید سوی ، هغه د نیکو خلکو ، خپلو وروڼو ، خپلو همجوارو ، خپلو دوستانو او خپلو خپلوانو ملاقات ده ، د هغوی دي عزت او اکرام کوي ، ښېګڼه او صله رحمي دي ورسره کوي ، خو د دې ملاقات اندازه او معیار د حالاتو ، مراتبو او د فراغت په اعتبار سره بیا ځان ځانته وي ، لهذا د هغوی باید ملاقات پر داسي موقع وسي ، چې هغوی ته دغه موقع ناخوښه نه وي ، او په داسي وخت کې باید وسي ، کوم چې يې هغه خوښه وي ، او په دې باره کې ډیر احادیث او آثار مشهور دي .

13- ادب : دملاقات په وخت کې له مشر او کشر سره دخبرو ادب

کله چې له کوربانه سره خبري کوې ، نو د هغه د مقام او مرتبې خیال ساته ، مختصري خبري ورسره کوه ، که په مجلس کې تر ټولو ته کشر وې ، بیا نو بيخي خبرې لا مه کوه ، خو که څوک په مجلس کې د یو څه په باره کې درنه وپوښتي ، بیا جواب ورکوه .

البته که ستا دا خیال و ، چې زما په خبرو هغه خوشحالیږي ، او د قدر په سترګه ورته ګوري ، بیا که په خبرو شروع وکړې ، نو هم بده نده ، خو خبره به ډیره اوږده وې هم نه ، په مجلس کې د ناستې او خبرو کولو اداب به له خیاله نه باسې .

14- ادب : تر ځان د مشیرانو او مجلس ته د روتللو ادب

کله چې ته ویو مجلس ته ورځې ، تر هر څه اول پر ټولو سلام وکړه ، که له سلام نه وروسته مصافحه کوې ، نو له هغه چا يې پیل کړه ، څوک چې تر ټولو ډیر غوره ، یا عالم یا ډیر پرهیزګار او یا دعمر په لحاظ تر ټولو مشر وي ، او یا بل داسي ځانګړی صفت ولري ، چې شرعا تر ټولو د احترام وړ او لایق وی .

د دې به خیال ساتي چې د هغه چا نه پیل ونه کړې ، څوک چې د دغو صفاتو خاوند نه وي او د مجلس دګډونوالو په پرتله یو عام سړی وي ، که څه هم هغه د صف په اول کې ناست وي ، او یا ښې طرف ته ناست وي ، ټولو وخت ستړېمسه له هغه چا پیل کوه ، څوک چې په مجلس کې تر ټولو غوره او افضل وي ، که تا ته دا نه معلومیږي ، چې په دوی کې څوک غوره دی ، او یا دي دا خیال و چې ټول سره برابر دي ، بیا چې د عمر په لحاظ مشر وي ، د هغه نه ستړېمسه شروع کړه ، ځکه د مشر سړي پېژندنه عموما اسانه وي ، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمايلي دي :

کبّر کبّر (بخاري ونسائي)

یعني مشران مقدم کوئ .

او په بل روایت کې داسي راغلي دي : کبّر الکبر في السن .

یعني څوک چې په عمر کې مشر وي ، هغه وړاندي کړئ . ددې روایت امام بخاري او مسلم کړی دی .

په یو بل روایت کې بیا داسي راغلي دي : ابدؤا بالکبراء أو قال : بالأکابر ، یعني له مشرانو نه پیل کوئ .

دا امام ابو یعلی او طبراني په الاوسط کې ذکر کړی دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x