نړۍ

امت اخبار: د اسلام اباد په چاودنه کې د افغانستان ملي امنیت لاس لري

نن ټکی آسیا: دوه ورځي وړاندي د اسلام اباد په سبزي منډۍ کې چاودنه وشول، چي له کبله یې شاوخوا ۹۳ عامو کسانو ته مرګ ژوبله ورسیدل، چي لږ تر لږه په کښي 24 تنه د سبزي منډۍ کارکونکي او تاجران وژل شوي وه.

د پاکستان د حکومت په خلاف جنګېدونکي یوې ډلي یونایټډ بلوچ ارمي ددغي پيښي مسؤولیت په غاړه واخیست، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ددې پيښي سره ددغه ګروپ تړاو رد کړی دی،

او ویلي چي دا کار د بلوچ آرمي والاو نه دی، بلکی د پيښي مسؤولین بل څوک دی، او زیاته کړې چي دوی تحقیقات روان کړي دي، او په نیژدې راتلونکې کي به خپل تحقیقات پوره کړي.

بل خوا د پاکستان مشهوري ورځپاڼي (امت) دعوه کړې چي دوی ته د پاکستان د استخباراتو سرچینو ویلي چي په دې پيښه کي د افغانستان استخباراتي اداره NDS چي په افغانستان کې ورته ملي امنیت ویل کیږي، لاس لري.

او زیاته وي چي د اسلام اباد د سبزي منډۍ په چاودنه کې د سي فور (C 4) په نامه باروت استخدام شوي، چي یوازي له امریکې څخه راځي، او دغه باروتو ته یوازي په افغانستان کي د ملي امنیت اداره لاس رسی لري.

د هغوی په وینا که څه هم تر اوسه د پيښي تحقیقات نه دي پوره شوي، خو ټول حقایق ښيي چي په چاودنه کې استخدام شوي بارود سي فور دي، او که دا ثابته شي، نو ددې مطلب به همداوي چي د افغانستان استخباراتي اداره په دغه پيښه کي لاس لري.

د امت اخبار په وینا ددې پيښي سره د بلوچ آرمي تړاو ځکه هم شکمن دی، چي هغوی په اسلام اباد او پنجاب کې هیڅ کوم داسي نیټورک نه لري، چي د هغو په واسطه وکولای شي چي داسي یوه چاودنه تر سره کړي. او زیاتوي چي د بلوچ آرمي هدف هم اکثره هغه ځایونه وي چي بلوچستان د پاکستان سره تړي، او د اتحاد علامت بلل کیږي، لکه په زیارت کې د پاکستان د جوړونکي قاید جناح کور، او یا هم د اور ګاډي لاري چي بلوچستان او نور ولایتونه سره تړي، خو داسي ډیر کم پيښ شوي چي هغوي د عوامو په منځ کې چاودنه وکړي، او عام ولس دي ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x