نړۍ

سعودي د امریکا څخه د ۷ ملیاردو ډالرو نوره وسله اخلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): سعودي غواړي چې د امریکا څخه د ۷ ملیاردو په قیمت دقیق هدف ویشتونکي وسلې تر لاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم هغه شرکتونه چې سعودي د خپلو نوو وسلو لپاره انتخاب کړې، «رایثیون» او «بوینګ» دي.

سرچینو ویلي چې د وسلو نوې رسنیزه شوې سودا په اصل کې د هغې لويې سودا یوه برخه ده چې ریاض ته د ټرمپ د سفر پر مهال دواړو هیوادونو سره لاسلیک کړې ده، چې قیمت یې ۱۱۰ ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

د راپور تر نشر وروسته دواړو شرکتونو د تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده خو د امریکا په کانګریس کې ځیني غړي سعودي او نورو خلیجي هیوادونو ته د وروستیو شخړو له امله د وسلو د خرڅولو په حق کې نه دي، ځکه چې دوی وایی یاد هیوادونه په یمن کې عام وګړي په امریکايي وسلې وژني.

بلخوا د امریکا ولسمشر ټرمپ په فخر سره وایی چې سعودي او خلیجي هیوادونو ته یې د وسلو خرڅلاو زیات شوی چې له امله به یې په امریکا کې د کار فرصت ډیر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x