هغه ماشوم چې عمر يې ۱۰ مياشتې او وزن يې د ۹ کلن ماشوم دی

په مکسيکو هيواد کې د يو لس مياشتيني ماشوم وزن د يو ډول ناروغۍ له امله چې هر وخت يې لوږه اخلي او زيات خواړه خوري د ۱۰ مياشتو پر مهال د ۹ کلن ماشوم وزن ته رسېدلی دی.

د مکسيکو دغه ماشوم چې لوئس مينول نوميږي د لس مياشتو عمر پر مهال يې وزن ۳۰ کېلو ته رسېدلی دی چې په عامه توګه دغه اندازه وزن د يو عادي نهه کلن ماشوم وي.

د رنځپوهانو په اند دغه ډول ناروغي چې پريډ ويلي سنډروم بلل کيږي په ډېرو کمو خلکو کې پيدا کیږي او دغه ډول خلک د ډيرې لوږې له امله زيات خوراک کوي چې د وزن د زياتېدو لامل کيږي.

دغه ماشوم د پريډ ويلي سنډروم د ناروغۍ له امله نه يوازې د خپلو هم عمره ماشومانو څخه غټ ښکاري مګر د دغسې انسانانو ژوند له خطر سره مخ وي او ډير ځله يې د زړه د دورې امکانات وي.

د لوئس مينول کورنۍ وايي چې د غربت له امله نشي کولای چې د خپل زوی د ناروغتيا تداوي وکړي چې له امله يې چندې راټولو ته مخه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د