دیني، سیرت او تاریخ

فکری جګړې / دویمه برخه

ځکه که چیرته مونږ دخپل اسلامی فکر مشخصات او مفردات ونه پيژنو نو دا هر څه به مو د یو مجهول هدف لپاره وي او د خپل ټوله هستۍ به مو د یو نامعلوم هدف قربانۍ کړي وي او کله نا کله به مو د پردي  هدف لپاره ځان او مال قربان کړی وي او یا دا چی د دښمن فکر او هدف  به د خپل فکر ښکاري نو بیا به ټولې قربانۍ د پردي فکرلپاره وي.

نو الله  ﷻ  دې ټولو هغو علماؤ او د اسلامی امت مسؤلینوته عظیم اجر ورکړی چی خپل اسلامی فکر په مساجدو،مدارسو او مکاتبو کي نوی نسل ته د فکري جګړې مشخصات او د دښمن سره د فکرې مبارزې درسونه ورکوي او نوی ځوانان پدغه فکر روزی او پالنه يي کوي.

هر جګړه دوه اړخه لري چی  عسکری او فکری اړخونه دي او جګړه هیڅ کله هم هدف نه وي دا ځکه چی جګړه په خپل ذات کي یوه منفوره پدیده ده خو د جګړي تقدس او احترام د یو معین  هدف پوري تړلي وي که چیرته هدف پاک او مقدس وي نو دغه جګړه پاکه اومقدسه ده او که چیرته هدف پاک نه وي نو جګړه هم پاکه نشي کیدلي او جګړه په خپل ذات کي مکروه ده لکه څرنګه چې الله  ﷻ  فرمايي:

“كتب عليكم القتال وهو كره لكم وعسى أن تكرهوا شيئا وهو خير لكم وعسى أن تحبوا شيئا وهو شر لكم والله يعلم وأنتم لا تعلمون۝”

 د دي آیت کریمه په استدلال مونږ ویلي شو چې کله جګړه د ډیرو علیاؤ او مقدسو مقاصدو لپاره کیږي نو دا یو مسلم حقیقت دی چې جنګ مقدس دی او بله دا چې هره جګړه په حقیقت کي فکري جګړه ده او فکري جګړه د عسکري جګړي حکمفرما وي او همیشه د عسکري جګړي ترشا ولاړه وي او عسکري جګړه تحریکوي .

روان جنګ چې نن د مسلمانانو،دنړیوال صهیونیزم او دصلیب په منځ کي نه د تیلو جنګ دی،نه د اقتصاد جنګ دی او دا نه د تروریزم په خلاف جګړه ده او نه دا د ډیموکراسۍ لپاره ده او نه د آزادۍ د خپرولو او نه د بشری حقوقو د دفاع په خاطر او نه هم دا د نړیوال امنیت د تامین لپاره ده بلکي دا یواځي او یواځي د دوو متضادو عقیدو ترمنځ ده چې یوه يي حق او بله يي باطله عقیده ده چې دغه دوه عقیدي یو اسلام او بل  کفر دی یعني دا  د کفر او اسلام جګړه ده،مګر یوې خبرې ته توّجه پکارده چې دا نور نومونه يي ولي او څه لپاره ورباندي لګولي دي، او دا د دنیا خلک ولي په خپله میډیا او رسنیوکي کوښښ کوي چې دغه جنګ په یو اویا بل نوم باندي ونوموي،کله يي د بیسوادۍ اوفقر په خلاف مبارزه او کله يي د فرهنګ اوعلم خپرولو جګړه بولي، په واقعیت کي دا د نومونو بدلول را بدلول د فکري جګړي له اصولو او اهدافو څخه دي او هغه داسی چې که چیري هغوي دغه جنګ صریح او ښکاره دیني جنګ اعلان کړي نو بیا به ټول مسلمانان د قوي او ضعیف  ایمان لرونکي ،ږیره وراو بی ږیري،باسواده اوبیسواده او که پوره التزام لري او که نه لري ټول یوځاي په نوع د اشکالو راپورته کیږي او عسکري جګړه کي خپل ځاي اشغالوي او دهغوي مقابله کوي.

معاصر کفار هڅه کوي چې د مسلمه امت فکر يي اشغال کړي وي نو د دي لپاره یوه برخه مسلمانان يي پدي غولولي دي چې تاسو ترهګر نه یاست او مونږ د ترهګرو په خلاف جنګیږو او بله ډله يی د ډیموکراسۍ په شعار چې دوي په خپله  دغه ډیموکراسۍ ته هیڅ ارزښت نه ورکوي دوکه کړي دي چې مونږ دلته د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لپاره راغلي یو ترڅو ستاسوسره مرسته وکړو، مونږ اوتاسو سره یو یو، دا ځکه چې مونږ او تاسو ډیموکراټان یو اویا  دا چې مونږټول ډیموکراټيک ارزښتونو ته پوره ژمنتیا لرو،او دښمن مو سره شریک دی.

خو که دغه جګړه غرب او ملګري يي په صراحت باندي مذهبي جګړه اعلان کړي نو دا به یوه دینې جګړه وي او مسلمان ملت به يي په خلاف پاڅون وکړي اودهغه په خلاف به  ټول امت راپورته شي،او دا به د مسلمه امت عقیدوي جګړه وي.

لکن کفري نړۍ غواړي چې د دغي جګړي نوم وربدل کړي او په بیلابیلو زمانواو په مختلفو جغرافیایی موقعیتونو د معینو شرائطو په نظرکي نیولو سره هغي ته متعدده نومونه ورکړي،مګر په حقیقت کي دا د کفر او اسلام جګړه ده چې د دوو فکرونو او عقیدو جګړه هم ورته ویلي شو، چې یو خوا اسلامی فکر او بل خوا کفری فکر دی چې کفري فکر به خپل ټول توان سره هڅه وکړي چي په اسلامی فکر،عقیدي،دین ، فرهنګ او د مسلمانانو عاداتو باندي غالب شي او اسلامي فکر مغلوب کړي لکن الله  ﷻ  به خپل دین پوره کوي او الله ﷻ  به خپل نور چې دین دی تکمیلوي او دا نور به همداسي رڼا وي څه که هم کافران یی بد ګڼي او اسلامي فکر به خامخا غالب کیږي او هیڅ کله هم الله ﷻ  په مسلمانانو د کفرانو حاکمیت نه مسلطوي ځکه چې دا د الله عهد دی چې هغه  ﷻ  به په مسلمانانو د کفرانو لاره  نه ورسپروي مګر د ابتلاء او امتحان مراحل به راځي او دا ابتلاء او آزمون مراحل په انبیاؤ،صحابوؤ او اولیاؤ مګر عاقبت او بری به دمتقیانو وي دا د الله ﷻ  فیصله ده چې په خپل کتاب کې يي په بیلا بیلو ځايونو کې واضح کړی ده.

نور بیا…

مولوی محمد ادریس

ددې لیکني لومړۍ برخه په لاندي ادرس ده:

http://nunn.asia/leekani/deen/10784

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x