افغانستان

ماین چاودنې د ناټو درې عسکر ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د جورجیا د دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې یې درې عسکر د ماین چاودنې له امله ټپیان شوي دي.

د جورجیا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عسکر یې د افغانستان له یوه هوايي ډګر سره نږدې ټپیان شوي؛ خو دقیق ځای نه دی ښودلی.

په خبرپاڼه ک ویل شوي، عسکر یې اوسمهال په بګرام کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت يې ښه دی.

جورجیا د ناټو د روزنې په چوکاټ کې اوسمهال په افغانستان کې ۸۷۹ سرتېري لري، چې له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د جورجیا ۳۲ عسکر وژل شوي او ۲۸۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې مېشتو ناټو او امریکايي ځواکونو د جورجیايي عسکرو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ناټو او امریکايي عسکر ډېری وخت د خپلو ځواکونو تلفات کم ښيي او یا هم پرې چوپه خوله پاتې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x