شعـــــرونه

په مدرسې د بمبار کیسه/ شعر

قاري سعید زرمتی

 

هلته لرې چیرې وړاندې

له شینکي آسمانه لاندې

د خټینو کورو مینځ کې

یوه جونګړه وه ودانه

نه ښیښه نه یي کړکۍ وه

نه یي کولپ نه یې زولپۍ وه

نه یي ور د وره په څېر و

لاندې باندې تېر او بېر و

دیوالونه ګودرې یې

ټول تور کړي وو لوګیو

د لندو خیشتو لرګیو

چې تېر ژمی پرې تودې یې

صندلۍ او تاوخانې وې

***********

خو په شمار لس دوولس تنه

تنکي ژڼي په کې راټول وو

له دنیا څخه بیزاره

بس ددین دپاک کهول وو

نه واړه وو، نه زاړه وو

ټول شیربریتي وو ځوانان وو

سپین مخونه هوسۍ سترګې

دا جونګړه یي دامان و

دا جونګړه یي حجره وه

له دنیا او مافیها نه

وه لا ډیره ورته ګرانه

په همدې سپیره کوډل کې

خدایګو تل به خندني وو

پرې موسم د پسرلي وو

د ځوانۍ شراب یي نوش وو

نیم نشه نیم خماري وو

*********

نه یي کار نه یي روزګار و

شپه او ورځ به یي مزلونه

بس د حق په سپینه لار وو

له کورو نه راوتلي

له خوږو میندو او وروڼو

له پلرو نه راوتلي

وږي تږي سرګردانه

پریشان په زړه جلبل وو

په همدې ستومانه یون کې

منت بار د خپل او بل وو

خو یو درد يي و په زړه کې

یو ارمان یي و په زړه کې

آیتونه د هماغه

سپین قرآن یي وو په زړه کې

چې الله په کې بیان دي

مرتبې دعالمانو

د رسول د وارثانو

د سپیڅلیو طالبانو

*********

یوه ورځ نه یوه ورځ وه

شین آسمان ځلانده لمر وو

ورځ شنبه اووم د وږي

یو زړه وړونکی مازدیګر و

هوا صافه ښکارېدله

خو د هسک په ښکلې غېږ کې

یوه بُنګنه بُنګېدله

ګرده ورده تاوېدله

لکه بیا چې یي په خوله وه

د ماتم او ویر بولـله

**********

د حجرې یاران هم واړه

کتابو ته سره ناست وو

رد بدل غاړه په غاړه

چا وې ډډې لګولې

په کتاب کې وو غرق شوي

خدایه ستا ددین د علم

په دریاب کې وو غرق شوي

چا تلخیص و راړولی

چا راخیستي سراجي وه

چا تفسیر په سینه ایښی

د چا لاس کې بیا جامي وه

څوک په متن کې اخته وو

چا نکتې سره اوڼلې

څوک په شرحه کې ستومان وو

چا حاشیې وې راسپړلې

هر چا خپله خپله مخه

لنډوله پر مخ وړله

په تندو یي څاڅکي څاڅکي

د ستړیا خوله راتلله

په حجره کې شا او خوا هم

یوه چوپتیا خوره وره وه

چې ناڅاپه کړله ماته

یوه درز – لمبې شوې پورته …

**********

اې په سر ولاړ آسمانه

تا خو ها شیبه لیدله

څنګه ځمکه په لړزه شوه

څنګه والوته کوډله

د بارودو لمبو زور وو

لوټې لوټې یي حجره کړه

د فولادو پرخچې وې

هر یو تیر ارې ارې شو

هر څه وسول په لمبو کې

ټول ماحول ایرې ایرې شو

شین لوګی توره لوخړه

د آسمان په لورې لاړه

پاس له هسکه طیاره هم

د بګرام په لورې لاړه

*********

هله زر شه ځواب راکړه

چې خزان که پسرلی و

په تودو وینو کې لژند

له حجرې جوړ میدانی و

شپږ ځوانان ټوکر ټوکر دي

په هر خوا دي الوتلي

د چا پښې لاسونه نشته

چا سرونه دي بایللي

کتابونه یي لاسو کې

پاڼې پاڼې سوزیدلي

دتودو وینو په سېل کې

دي غرقاب خړوب خړوب دي

پنځه تنه یي ویده د

شهادت په رنګین خوب دي

یو لاپاتې دی زګیروي ته

غبرګې پښې اولاس یي پرې دي

دا بل لاس یي دی د خاورو

له امباره راایستلی

او دا چیغه کړي له درده

وایي : اې مسلمانانو

ما درته پورته کړئ له خاورو

خو مسلم امت بیا داسې

د خپل حال په ژبه وایي

چې : موږ ستا کوکارې ناورو !

مونږه ستا کوکارې ناورو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x