افغانستان

ننګرهار: داعشيانو د خپلې ډلې ۱۵ غړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې داعش وسله والو د خپلې ډلې ۱۵ غړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، دغه پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د مامندرې په سيمه کې د خپلمنځي اخلافاتو په پايله کې رامنځته شوې ده.

د ولايتي شورا غړی عبيدالله شينواری هم دغه پېښه تاييدوي وايي، پر دغو داعش وسله والو خپل قومندانان شکمن شوي و، ځکه يې ترې سرونه پري کړي او په خبره يې چې اوس يې هم جسدونه په سيمه کې پراته دي.

په ورته وخت کې ولايتي چارواکو د لس داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

خوږياڼي ويلي ، تېره ورځ ګډو ځواکونو د هسکې مينې ولسوالۍ په ګورګورۍ، ګجره، پاپين او مياګل سيمو کې عمليات کړي چې پر مهال يې لس داعش وسله وال وژل شوي دي.

وخت ناوخت د ننګرهار امنیتي مسئولين په هوايي بريدونو او عملياتو کې د داعش وسله والو د وژل کېدو راپورونه ورکوي، خو ډيری وخت  ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسېږي.

تر اوسه داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

دا هسی د کابل د غلامانو او بادارانو شکرور دروغ او افواهات دی له یوی خوا د خلکو ذهیتوته ګډ وډ او له بلی خوا د داعشیانو شهرت زیاتوی ، زه نه وایم چه دا کار به نه وی شوی او یا به شوی وی ، خو که شوی هم وی شمیر به یی توپیر ولری نه وږونکی داعشیان دی او نه یی د وژلو دلیل دغه دی چه ګوندی هغوی په خپلو ملګرو شکمن شوی ، د هغوی قومانده ، شک او نه شک د کابل د غلامانو او بادارانو په لاسو او پشو کی دی ، دوی وخت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x