fbpx

سر ولې د نور بدن په نسبت ډیر درد کوي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۲مه ۱۳۹۶ل): سر درد یو له هغو عامو او مضرو دردونو څخه دی چې نه یواځې په بدن کې سستي پیدا کوي بلکې په ډیروالي سره انسان په نورو ناورغیو اخته کوي.

د طب پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې د سر درد د بدن له نورو دردونو څخه ډیر دردونکی وي، لامل یې په دماغ کې یوه ځانګړې لار ده چې د سر درد زیاتوي خو نور بدن ته درد نه رسیږي.

د امریکې په ډیوک پوهنتون کې د یوې روغتیایي مرکز د نوې څیړنې له مخې په موږکانو باندې د سر درد د نور بدن په نسبت د زیاتوالي تجربه کړې.

دوی په دې تجربه کې دې پایلې ته رسیدلي چې د سر درد زیاتوالي لامل اعصابو کې د احساساتو او غریزو سره تړاو لري.
د اعصابو او فیزیک متخصصینو ددې خبرې پخلی کړی چې د اعصابو حجرې د احساساتو مرکز څخه سرچینې اخلي، چې په پایله کې د سر درد د نور بدن په نسبت سخت او ډیر وي.

فان وانغ چا چې دغه څیړنه ترسره کړې ویلي: دردونه او په ځانګړي ډول هغه دردونه چې همیشه وي، یواځې همدغه ناروغي نه وي بلکې دا د انسان په نورو حسي برخو/اورګانونو اثر کوي چې نورې خطرناکې ناروغۍ زیږوي.

که څوک د سر درد ناروغي په همیشه ډول لري باید زر تر زره ډاکټر ته ورشي  څو د نورو ناروغیو عامل ونه ګرځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د