افغانستان

زلمی زابلی: د نرخ د شهيدانو وينې به د ظالمانو ټغر ور ټول کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مشرانو جرګې د شکایاتو د اورېدو کمیسیون مشر وايي، په نرخ کې د قران کریم د حافظانو وينې به د ظالمانو ټغر ور ټول کړي.

د چهارشبنې په شپه، د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د عمرخېلو پر دینې مدرسې افغان ځواکونو چاپه ووهله، چې پکې يې ګڼ کم عمره حافظان وژلي دي.

زلمي زابلي پخپله رسمي فیسبوک پاڼه دغه پېښه غندلې او پر دې جنایت یې د بشري حقونو د کمیسیون چوپتیا ملامتوونکې بللې ده.

زابلي امریکا او ګډ حکومت هم ملامت کړي چې د دوی د جنایاتو د څېړلو لپاره نړیوالو جنايي محکمو ته اجازه نه ورکوي، او په وينا يې دوی هڅه کوي خپل جنایات پټ کړي.

زابلي لیکلي: «امريکايان او د ملي وحدت حکومت چې د بين المللي جنايي محکمي څارنولانو ته د تحقيق، بررسي او معلوماتو شکاياتو د راټولولو لپاره نوموړي محکمي ته اجازه نه ورکوي علت همدا دی چې خپل جنايات چې هره ورځ امريکايان مرتکب کيږي د نړۍ څخه يي مخفي او پټ ساتي. »

دغه سناتور پخپله فیسبوک پاڼه د وژل شویو ماشومانو دردوونکي انځورونه خپاره کړي او خپل نظر يې پر دې جمله پای ته رسولی دی: «د دي شهيدانو هره قطره وينه به حتما يوه ورځ يو ستر سيلاب جوړوي د ظالمانو ټغر به ور ټولوي. ان شاءالله»

دغې پېښې په خواله رسنیو کې هم توند غبرګونونه راپارولي او پر دې بوږنونکي وحشت يې د حکومت چوپتیا ښکاره غلامي بللې ده.

فیسبوکي فعال شفیع اعظم لیکي: «حکومت که میدان وردګ په ملکي وژنو چوپ دی خو ځه وای الف تر یا ټول لګښتونه همدا امریکا راکوي نو دا ګوندونه، مدني ټولنې، قومي شورا ګانې… ولې خاموشه دي؟ دغو بمباردو کې انسانان وژل شوي که چرګان؟ »

لیکوال امام الدین ساپی لیکي: « الله ج ته ددي ګلالیوماشومانو انتقام ددغه ظالمانو او په تیره د هغو د بی ضمیره ګوډاګیانو څخه واخله. چیرته دی هغه خبیثان چی د جهاد او بین الافغانې جګړي ناري یی وهلي اوس خو به ورته پته لګیدلي وی چی د الله ج د رسول (ص) وارثین یی دتیغه تیر کړي دې.»

د کابل پوهنتون استاد اسد وحیدي پر طنزي شکل ولسمشر او حکومت يې پر دې جنایت ملامت بولي، لیکي: «اشرف غني ويلي وو چې افغانستان د اسيا په څلور لارې بدلوم. اوس له امريکايانو سره په ګډه د خلکو کورونه نړوي، ځکه په څلور لارې کې بايد کور نه وي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

سره د دی چه زه د کابل ددغه دری شغالو ادارو غړو ته د انسان په نظر څه چه دحیوان په نظر هم نه ګورم یعنی هیڅ درناوی ورته نه لرم ، مګر بیا هم کله ناکاله پکی د (( زابلی )) په شاند یو نیم ښه کسان هم وموندل شی یو متل دی وایی [[ ښځو کی هم وخت ناوخت نارینه پیدا کیږی ]] یعنی د کابل اداری ټول چارواکو ته که ښځی وایم باکدامنو مسلمانو ښخو ته توهین دی . دا چه زابلی صاحب دومره څه ویلی شاباسی ورته وایم مګر په ویلو څه کیږی په کار داده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx