fbpx

اجراییه ریاست: عبدالله عبدالله نړیوالو ته پر قناعت ورکولو توانیدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): اجراییه ریاست وايي، د دې ریاست مشر عبدالله عبدالله امریکا او کاناډا ته په سفرونو کې توانېدلی، چې د خپلو غوښتنو اړوند نړیوالو ته قناعت ورکړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاويد فیصل وايي عبدالله عبدالله د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې هغوی د خپل حکومت د پایښت لپاره مرستې ته تیار کړي دي.

د فیصل په خبره، اجراییه رییس د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پنس، دفاع وزیر جېمز مېټس او د ملي امنیت له سلاکار ایچ مکمسټر سره په خبرو کې هغوی پر دې قانع کړي چې د « تروریستانو» د پټنځایونو اړوند جدي ګامونه پورته کړي.

د سرچينې په قول د هلیفکس په نړیواله امنیتي غونډه کې، اجراییه رییس د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او ملاتړ لپاره هم د نړۍ باور تر لاسه کړی دی.

د ولسي جرګې غړي وايي، د عبدالله عبدالله له قناعت پرته، نړیوال پر دې پوهېږي، چې زموږ ځوانان د دوی لپاره قرباني ورکوي، چې باید ملاتړ يې وکړي.

د دې جرګې د کورني امنیت غړي صالح محمد صالح ازادي راډيو ته ويلي: «نړیوال دلته موجود دي، استخبارات یې فعال دي، هغوی په هر څه پوهېږي نړیوال په دې باندې قانع دي چې افغانان د نړیوالو لپاره قرباني ورکوي.»

د ګډ حکومت له پیله داسې کمه پېښه شوې، چې له دواړو مشرانو دې يو په کومه مهمه نړیواله غونډه کې برخه واخلي، چې یوه يې هم د هیلفیکس نړیواله امنیتي غونډه ده، چې اجراییه رییس له جمهور رییس پرته پکې په برخه واخیسته.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

د فاحشو د میکپ او سینګار د پاره چه کوم څه لګیږی هغه د فاحشو غوښتنه به هم وی مګر زیاته د لونډانو غوښته او مزی دی څومره چه یی فاحشه ښکلی معلومه شی لوڼدان تری زیات خوند اخلی . یعنی لمړی او اولنی هیله او غوښتنه د لونډانو او بیا د فاحشو ده . ځينی فاحشی چه هوشیاری وی هغوی د دی ډول شیانو هیڅ غوشتنه نه کوی هغوی پوهیږی چه دا د لوڼدانو غوږښتنه او خوشالی ده څومره چه مونږ ښکلی کوی د هغوی په ګټه ده . فاحشی زیاتی د نقدو تقاضا کوی . ع او غ… نور لوستل »