کورنیو چارو وزارت د عامه نظم د قومندان دنده ځنډولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د تبعیضي مکتوب له امله، د عامه نظم د قومندان او د هغه د رییس ارکان دندې ځنډولې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي ویلي، د عامه نظم له قومندانۍ د قومندان عبدالفتاح فروغ په لاسلیک د یو تبعیضي مکتوب د خپرېدو له امله، د نوموړي او د هغه د رییس ارکان سید احمد علي حسن زاده دندې ځنډول شوې دي.

تېره یکشنبه په خواله رسنیو کې د هغه مکتوب تصویرونه خپاره شول، چې پکې د عامه نظم د قومندانۍ تر چتر لاندې د یوې پنځه سوه کسیزې قطعې د جوړېدو لپاره د تاجک قوم پرته د نورو قومونو د ځوانانو د نوم ثبتونې امر شوی و.

نصرت الله رحيمي وايي هغه مکتوب، ممکن د سرپرت وزیر ویس احمد برمک د نوم بدولو په نیت خپور شوی وي.
په وينا يې نوموړی په راتلونکو څو ورځو کې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره معرفي کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله د عامه نظم د پېژند مدیر هم د همدې مکتوب د خپراوي له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

که څه هم د مکتوب له خپرېدو وروسته د کورنیو چارو وزارت له ادرسه دا مکتوب جعلي وبلل شو، خو د دې وزارت د ویاند مرستیال بیا د مکتوب پخلی وکړ.

نجیب دانش وویل، په دې خاطر چې له تاجک قوم څخه د امنیتي لیکو په نورو برخو کې ډېر ځوانان برخه‌وال دي، ځکه خو باید په دې قطعه کې دوی نه وي.

ولسي جرګې هم پر یاد مکتوب توندې څرګندونې وکړې، د جرګې لومړي مرستیال همایون همایون وویل، که دا کار د ولسمشر په فرمان شوی وی، نو ملي خیانت يې کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د