افغانستان

پکتیکا او فاریاب کې د یوه مهم کس په ګډون دوه تنه وژل شوي

نن ټکی آسیا: طالبان وايي، چې د جمعې په ماسپښين یې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ د افغانستان د استخباراتي شبکې یو مشهور کس له څلورو ساتونکو سره وژلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د روح الله په نوم د دوی یوه پکتیکاوال ملګري د خپل چاودېدونکي واسکټ په مټ په ارګون ولسوالۍ کې د ملي امنیت یو مهم چارواکی ګل ببری،چې په سېمه کې يې د ۳۰ تر ۴۰ پورې کسانو په شکنجه او وژنو کې لاس لاره، برید وشو او له څلورو ساتونکو سره ووژل شو.
د پکتیکا د والي ویاند هم د پېښي پخلی کړی ؛خو زیاتوي چې په برید کې یوازې ګل ببری وژل شوی او درې تنه نور ژوبل شوي.
بل پلو، له فاریاب څخه تازه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې بېګاه ناوخته د دوو ناڅرګندو وسلوالو په ډزو یو کس وژل شوی او درې نور ټپيان دي. خو نور جزییات لا نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x