
ولسمشر د ولسي جرګې مرستیال پر مرګ ګواښلی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون ویلي، ولسشمر محمد اشرف غني او د ملي امنیت رییس ورته د مرګ ګواښ کړی دی.
په هغه مکتوب کې چې په خواله رسنیو کې خپور شوی، همایون همایون په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ليکلي، په ملي امنیت کې داسې کسان ننوتي چې د ملي ګټو ضد کار کوي او د ده په اړه توطیې جوړوي.
همایون همایون لیکلي ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت رییس نوموړی ځکه پر مرګ ګواښلی، چې د ملي امنیت له مشر سره د مشکوکو کسانو پر رازونو خبر دی.
د همایون همایون او د ولسي جرګې د مشر تر منځ وروسته له هغه ناندرۍ رسنیزې شوې، چې یو پر بل يې د فساد تورونه ولګول.
د ولسي جرګې ځینو غړو همایون د ثبتي دستګاوو په لرلو تورن کړ، چې د ولسي جرګې د وکیلانو غږونه ثبتوي، ملي امنیت يې په کور کې دننه پلټنه وکړه، که څه هم نوموړي يې ښکاره مخالفت ونه کړ، خو له دې چارې خوښ نه برېښېده.
په دغه مکتوب کې چې د صدور نېټه يې د لېندۍ د میاشتې لومړۍ لیکل شوې، په پارلماني چارو کې د دولت پر وزارت غږ شوی، چې موضوع دې د قوانینو په رڼا کې وڅېړل شي.
همایون د مکتوب په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که نوموړي ته کوم ګواښ متوجه کېږي، مسوولیت به يې شخصاً د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت د رییس پر غاړه وي.
تر اوسه ارګ یا هم د ملي امنیت ریاست د دې مکتوب په اړه څه نه دي ويلي.