د موحد تیروتنې (دریمه برخه)

hadees_alnabiوايي یو ځل امام الشافعي رحمه الله په حرم شریف کې ناست وه او خلکو ته یې وویل: ما نه چې د هرې مسئلې پوښتنه وکړئ زه به یې د قرآن څخه ځواب درکوم. نو یو سړي ورته وویل: د هغه چا حکم څه دی چې په احرام کې غومبسه (مچۍ) ووژني؟

امام الشافعي وویل: هیڅ باک یې نشته.

سړي وویل: نو دا حکم په قرآن کې چیرته دی؟

امام الشافعي رحمه الله وویل: الله جل جلاله په قرآن کې فرمايي: (وما آتاكم الرسول فخذوه): او څه چې تاسو ته پیغمبر دروړي عمل پرې وکړئ. بیا یې وویل: پیغمبر علیه السلام مونږ ته داسې فرمايي: (تاسو زما په سنت او زما څخه وروسته د خلفاء راشدینو په سنت عمل وکړئ)، نو حضرت عمر رضي الله عنه وايي: (محرم کولی شي مچۍ ووژني). نو په دې ترتیب یې ځواب د قرآن څخه دی.

کاشکې زمونږ او ستاسو موحد د عبدالله مسعود رضي الله عنه او امام الشافعي رحمة الله علیه په څیر نظریه خپله کړې وی او د هغوی پل یې پل ایښی وی، او ټول هغه احکام چې په مستقله توګه په احادیثو کې نازل شوي د هغه ایتونو فروع یې ګڼلي وی چې مونږ ته په د رسول الله صلی الله علیه وسلم د متابعت او پیروۍ امر کوي!!.

د موحد د دې تیروتنې (چې احادیث مستقله وحې نه ده) د رد لپاره په دومره ګڼ شمیر کې دلایل موجود دي چې د ټولو راغونډول او وړاندې کول به زمونږ له وسه پورته خبره وي، خو لاندې یو شمیر هغه دلایل لوستلی شئ چې د موحد ادعا ته د صحت په نامه هیڅ نه ورپریږدي، او هڅه به وکړو لاندې ځوابونه په دې تړاو د دلایلو وروستۍ جوپه شي:

په سنن الدارمي کې د حسان بن عطیة رحمة الله علیه څخه روایت دی چې په واضحه ټکو کې فرمايي: (كان جبريل عليه السلام ينزل على رسول الله صلى الله عليه وسلم بالسنة كما ينزل بالقرآن ويعلمه إياها كما يعلمه القرآن): رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبریل علیه السلام د سنت د نازولو داسې وحې راوړه لکه څنګه چې یې د قرآن د نزول وحې ورته راوړه، او سنت به یې داسې ورزده کاوه لکه قرآن چې ورزده کوي.

د دې معنی دا ده چې احادیث هم پیغمبر علیه السلام ته داسې وحې کیدل لکه قرآني ایتونه چې ورته کیږي، الله جل جلاله ریښتیا وايي چې: (وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحي یوحی): او پیغمبر علیه السلام د هوا او وس له مخې خبرې نه کوي، بلکې څه چې وايي هغه ورته وحې کیږي.

آیا ددې صریح نص څخه وروسته به بیا هم څوک دا جرئت وکړي چې ووايي احادیث مستقله وحې نه ده او د قرآن څخه د پیغمبر علیه السلام استنباط او اجتهاد دی؟؟

خو امکان لري چې موحد دا جرئت وکړي، هغه چې په امام البخاري رحمه الله باندې نیوکې کوي امام حسان بن عطیة رحمه الله به یې څنګه له نیوکو بچ پاتې شي؟!

نو ځکه خو غواړو پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه فرموده یې په وړاندې کیږدو چې امام الترمذي د القدام بن معدیکرب رضي الله عنه څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ القُرآنَ وَمِثلَهُ مَعَهُ، أَلَا يُوشِكُ رَجُلٌ شَبعَان عَلَى أَرِيكَتِهِ يَقُولُ: عَلَيكُم بِهَذَا القُرآنِ، فَمَا وَجَدتُم فِيهِ مِن حَلَالٍ فَأَحِلُّوهُ، وَمَا وَجَدتُم فِيهِ مِن حَرَامٍ فَحَرِّمُوهُ، أَلَا وَإِنَّ مَا حَرَّمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ كَمَا حَرَّمَ اللَّهُ): خبردار! ماته قرآن راکړل شوی (وحې شوی) او د قرآن سره د هغه په شان نور هم راکړل شوي (یعنې احادیث هم ماته وحې کیږي)، خبردار! داسې وخت نږدی دی چې یو سړی به چې په مړه خیټه یې په پالنګ ډډه وهلي وي، وايي چې: ستاسو لپاره همدا قرآن بس دی څه چې پکې حلال ګرځیدلي حلال دي او څه چې پکې حرام ګرځیدلي حرام دي. خبردار! هغه څه چې د الله پیغمبر صلی الله علیه وسلم حرام ګرځولي داسې دي لکه الله جل جلاله چې حرام کړي وي.

وګورئ په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ښکاره ټکو کې وايي چې په ما باندې قرآن او د قرآن په څیر سنت (احادیث) نازل شوي دي، که فرضا د موحد ادعا سمه وي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې خبرې (ومثله معه) معنی څه کیدی شي؟؟

الله جل جلاله فرمايي: (وَأَنزَلَ اللّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ)، امام ابن کثیر رحمه الله ددې ایت په تفسیر کې وايي:

(وما أنزل عليه من الكتاب وهو القرآن والحكمة وهي السنة، وعلمك مالم تكن تعلم أي قبل نزول ذلك عليك): او الله جل جلاله په پیغمبر علیه السلام باندې کتاب نازل کړی چې د قرآن څخه عبارت دی، او حکمة یې ورباندې نازل کړی چې د سنت څخه عبارت دی، او هغه څه یې پیغمبر علیه السلام ته وروښودل چې تر دې وړاندې پرې نه پوهیده.

کیدی شي موحد د ابن کثیر رحمة الله علیه په څیر ستر مفسر باندې هم نیوکه وکړي چې ولې یې (حکمة) په سنت سره تفسیر کړې؟، نو ددې لپاره باید موحد لاندې ایت شریف هم ولولي چې له یوې خوا د امام ابن کثیر رحمه الله تفسیر ته صحت ورکوي، او له بلې خوا ضمنا د احادیثو په مستقلې وحې هم دلالت کوي:

الله جل جلاله په سورت الاحزاب کې امهات المومنین رضي الله عنهن ته په خطاب کې فرمايي: (وَاذْكُـرْنَ مَا يُتْـلَىَ فِي بُيُوتِكُـنّ مِنْ آيَاتِ اللّهِ وَالْحِكْمَةِ): او تاسې د الله جل جلاله هغه نعمت دریاد کړئ (امام ابن کثیر رحمه الله وايي: یعنې عمل پرې وکړئ) چې ستاسې په کورونو کې د الله تعالی ایتونه (قرآن) او حکمت (سنت) لوستل کیږي.

کله کله د نیک نیت او محمودې ارادې له مخې هم اسلام ته دومره زیان ورسيږي چې یو غټ بدنیتی دښمن یې نه شي رسولی لکه د مثال په توګه اکثره موضوعي احادیث د ښه نیت له مخې وضع شوي دي چې واضعینو یې فکر کاوه چې په دې مرغوبو احادیثو به د خلکو له اسلام سره مینه پیدا شي خو نتیجه یې هغه وه چې اسلامي علومو ته یې دومره لوی زیان ورواړاوه چې تر نن ورځې پورې یې مسلمانان له مصیبته بې غمه نه دي.

اوس زه نه وایم چې موحد د احادیثو د مستقلې وحې څخه په منکریدلو سره (خدای ناخواسته) اسلام ته د زیان وراړولو نیت لري، نه هیڅکله به داسې نه وي (ان شاء الله)، خو دا د موحد له قرآن سره بې کچې مینه ده چې حتی دومره یې هم زړه نه شي زغملی چې یو څه دې د وحې په نامه نبوي احادیثو ته هم ورپاتې شي!! زه د موحد دې قرآني مینې ته د زړه له تله احترام لرم خو کله چې مینه تر خپلو پولو واوړي انسان د ګمراهۍ او ضلالت پر لور سوق کوي، د همدې خاطره مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مینه او محبت مکلف یو، خو د داسې مفرط محبت څخه یې منع کړي یو چې د عیسی علیه السلام د پیروانو په څیر یې عبادت وکړو.

زه یو ځل بیا وایم چې موحد ته دې الله تعالی د قرآن سره ددې محبت اجر ورکړي، خو په څنګ کې ورته د الله تعالی له دربار څخه ددې محبت د مهار کولو توفیق هم غواړم ځکه هر محبت چې تر خپل ټاکلي حده بغاوت کړی خاوند یې د کعبې پر ځای د ترکستان لار نیولې.

په پای کې راځو دې ته چې په دې باندې څه فایده مرتبیږي چې احادیث یا مستقله وحې شي او یا د قرآن څخه نبوي اجتهاد وګرځي؟

په په ځواب کې په لنډه توګه ویلی شو چې د موحد مفکوره لاندې خطرناکې پایلې له ځانه سره لري:

۱-قرآنیین ترې ناروا استفاده کوي او د ضاله ډلو د تبر لاستی پرې قوي کیږي او د احادیثو د منکرینو مټ لاپسې قوي کیږي.

۲-د اهل السنة والجماعة له عقیدې څخه ډاګیز انحراف دی.

۳-رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د علم غیب د ثابتولو لپاره لاره برابریږي حال دا چې علم غیب تنها او تنها د الله جل جلاله صفت دی، ځکه په احادیثو کې ډیرې داسې خبرې شته چې پیغمبر علیه السلام صحابه وو ته د غیبو په اړه خبر ورکړی چې په حقیقت کې ورته د الله جل جلاله لخوا وحې کیده.

خو که مو د موحد ادعا رد کړه، او د احادیثو په سرچینه کې وحې ته قایل شوو، نو نه به د امت د اجماع څخه د خروج له ګواښه سره مخامخ یو، او نه به مو د احادیثو هغه قیمت او ارزښت چې له پیړیو پیړیو راهیسې د مسلمانانو په زړونو کې د قداست او سپیڅلتیا ځای لري، جارحه دار کړی وي.

په راتلونکې برخه کې به د موحد یوه بله تیروتنه راواخلو، هغه دا چې د موحد په اند صحیح حدیث په لومړۍ درجه کې د روایت د سند له مخې نه، بلکې د قرآن او عقل له مخې پیژندل کیږي د موحد په اند د روایت سند په دریمه درجه کې قرار لري نو ځکه خو که یو روایت د سند له پلوه ضعیف هم وي خو چې عقل پرې نیوکه ونکړه او د قرآن سره یې ټکر نه درلود، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې په منسوبولو هیڅ حرج نشته.

دا چې د موحد دا نظریه څومره خطرناکه ده؟، راتلونکې برخې ته به یې پریږدو.

ليكنه: مصطفى زمريال

د موحد تیروتني لومړی برخه

د موحد تیروتني دوهمه برخه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.