نړۍ

امريکا ملګرو ملتونو لپاره د ايران استازي ته ويزه نه ورکوي

سپينې ماڼۍ د ملګرو ملتونو لپاره د ايران استازي حميد ابوطالبي ته له ويزې ورکولو انکار کړی.
د امريکا کانګريس او مشرانو جرګې غړيو په دې اتفاق کړی چې، د ايران نوموړي سفير دې امريکا ته نه ورپريښودل کيږي.
د امريکا دواړو جرګو غړيو ويلي چې، حميد ابوطالبي د هغې ډلې غړی وه چې، ۱۹۸۹ م کال کې يې ايران کې امريکايي ديپلوماتان يرغمل کړي وو.
د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې، دوی ايران ته په زغرده ويلي چې، د حميد ابو طالبي په نوم د دوی غوره شوی استازی نشي کولای چې، امريکا ته راشي؛ ځکه چې، ده ۱۹۸۹ کال کې د ايران اسلامي انقلاب پر مهال د نورو محليصونو تر څنګ ۵۲ امريکايان ۴۴۴ ورځې يرغمل کړي وو.

جي کارني دا خبره روښانه نه کړه چې، ايا ولسمشر اوباما به د پارلمان دغه پريکړه ومني او که نه.
حميد ابو طالبي له دې مخکې په بلجيم، اوروپايی اتحاديه، ايټاليا، او استرليا کې د ايران د ير په توګه دنده تر سره کړې ده.
بل پلو ايراني حکومت په دې اړه خپل غبرګون کې ويلي چې، حميد ابو طالبي رديدل نشي زغملی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x