افغانستان

د هېواد نامتو ليکوال او شاعر قتيل خوږیاڼی هم د ابديت پر لور وکوچېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هېواد نامتو ليکوال، ادیب او شاعر استاد عبدالرؤف قتیل خوږیاڼي نن ماښام د ورپېښې ناورغۍ له امله د نژدې اتياوو کالو په عمر  له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد قتيل د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ په يوه علمي کورنۍ کې زېږدلی و، د کابل پوهنتون له شرعياتو پوهنځي فارغ و، د ظاهرشاهي او سردار داود خان د ولسمشرۍ پر مهال يې په ګڼو دولتي څوکيو دندې ترسره کړې وې.

ارواښاد قتيل د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د مشر، د ننګرهار ورځپاڼې مدير په پېښور کې د ساپي پښتو څېړنو او ګڼو نورو فرهنګي مرکزونو کې په لوړپو پوسټونو دندې ترسره کړي او د شاعرۍ سربېره يې د پښتو ادب لپاره د نثر هم لسګونه کتابونه ليکلي دي.

ارواښاد قتیل تل په خپلو شعرونو او ليکنو کې پر هېواد د امريکايي یرغل مخالفت کړی او هغه مهال، چې فرهنګيانو خپل ضميرونه د امريکايي ډالرو په مقابل کې لیلام کړل، ارواښاد قتیل د هغو ګوتو په شمار خلکو له ډلې و، چې په زغرده يې د امريکايي یرغل پر ضد په ورځ مجلې او نورو رسنيو کې ليکنې کولې.

افغان فرهنګيان او ژورناليستان د استاد قتیل مړينه د پښتو ادب لپاره ستر زيان بولي.

ليکوال، ژورناليست او د ساپي پښتو څېړنو د مرکز مشر استاد سردار خان سيرت نن ټکی اسيا سره د لنډې مرکې له لارې د استاد قتیل خوږياڼي مړينه نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله او ارواښاد قتیل يې د پښتو ادب د ګوتو په شمار له هغو سرلارو څخه وباله، چې پښتو به يې ساری په اسانه پيدا نه کړي.

اروښاد نن ټکی اسيا ته تل خپلې ليکنې او شعرونه رالېږل او نن ټکی اسيا يې د خپلواکۍ يو ممبر باله.

نن ټکی اسيا د استاد قتیل خوږياڼي له زامنو هر يو استاد خلیل الله قتیلزوی، شفيق قتیل او ټولې درنې کورنۍ سره خپل ځان د استاد د وفات په غم کې شريک بولي او د استاد مړينه د ټول هېواد او پښتو ادب او فرهنګ لپاره ستره ضايع بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی جنتونه ور نصیب کړی او الله دی د ده په څیر نور غیرتی پښتانه مونږته په نصیب کړی.

غوربندی

انالله و اناالیه راجعون د خدای بښلي قتیل خوګیاڼي د مړینې په خبر مو ټکان وخوړ، خدای تعالی دې هغه ته جنتونه او درنې کورنۍ ته جمیل صبر، زغم او خدای بښلي پسې د مستمرو دعاګانو توفیق غواړم. خوګیاڼی صاحب بختور دی چې زمونږ د جګړه ځپلي اشغال شوي هېواد له کفر ځپلي شغالي بازار څخه منزه او سپین مخ د خدای ج حضور ته ورغی. وای د هغو پر حال چې شپه او ورځ د کفارو په خدمت کې خپل ضمیر پلوري او هره ورځ مري، هو که توبه ونه باسي نو یوه ورځ به داسې مرداریژي چې څوک… نور لوستل »

pattang

قالو انا للله وانا الیه راجعون ! الله پاک د جنتونه ورکړي مرګ فرض دی هیڅوک هم ژوندی نه پاتې کیږي . قتیل صیب پاک نفسه صادق انسان وو او له نږدې مې د ښونځي له دورې څخه پيژاند، اخر ځل مې په پيښور کې ولید . قتیل صیب دیوې غرتمندې کورنۍ څخه راځي وروريې خدای بخښلی ړنګ صیب زما استاد، یو صادق زیار کښه ، په هیواد مین او ډیر لائقه انسان وو چې جوړه یې نلرله . الله پاک دې دواړو وروڼو ته جنتونه په نصیب کړي او برکت دې په راتلونکي نسل کیږدي! کورنۍ ته یې دزړه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون ، الله ج دی زمونږ د ټولو سره وبخښی او کشرانو ته دی ورله توفیق ورپه برخه کړی چه د کوم ایرم د اغیزو لاندی رانشی او د اسلام په رنآ کی خبل مظلوم اولس ، خاوری او خپلواکی څخه د کابل د غلامانو او بادارانو په مقابل کی په توره یا قلم دفاع وکړی مننه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x