fbpx
pen.toora

زموږ خیرخوا او بدخوا – منلی

زموږ خیرخوا او بدخوا امت او ولس ته دهغو خیرخوا اوناصح بدمعرفي کول او دهغه سپکاوی د ولس له پاره خطرناک او هلاکوونکی عمل ده، ځکه په دې سره خلک په خپل خواخوږي او ناصح باندي شکمن شي، له هغه نه یې بدراځي اوخبره یې نه مني. او په خپل خواخوږي اوناصح شک کول او خبره یې نه منل دهلاکت قوي لامل ده.

د فرعون دقوم مکرجنو مشرانو خپل لوی خواخوږی او ناصح موسي علیه السلام فرعون او خپلو خلکو ته بد او پساتي معرفي کاوه، قرانکریم وایې: ‏وقال الملأ من قوم فرعون أتذر موسى وقومه ليفسدوا في الأرض. یعني دفرعون دقوم مشرانو وویل: ایا ته موسي اودهغه قوم پریږدې څو په ځمکه کې فساد وکړي. د فرعون دقوم دمشرانو داعمل او دفرعون سرټمبګي او سرکشي هغه خطرناکې کړنې دي چې د دوی د هلاکت لامل وګرځیدلې. متاسفانه نن هم د حق د داعیانو، پوهانو، علماو او د ولس د رښتینیو خواخوږیو د سپکاوي او ولس ته د معرفي کولو له پاره ډیرې مکارې خولې او پردېپال قلمونه په هڅو بوخت دي، دوی باید پوه شي چې دایې دهلاکت لاره ده او ولس باید ځیر او سي او دخپلو خواخوږیو او ناصحانو په اړه د غرضي خولو او مزدورو قلموالو په زهرجنو خبرو دوکه نشي. موږ باید خپل خواخوږي وپيژنو او خامخاباید دهغو دفاع وکړو، دا څو لسیزې د هیواد په ناکراره سیاسي حالت کې زموږ سیاستونه او د سیاست څیرې ډیرې ژر ژر بدلیږې دوی دخپل واک د ټینګولو له پاره له نورو ګڼ شمیر وسایلو سره د ځیني اجرتي قلموالو قلمونه او په اصطلاح د ګڼو چارو د ماهرينو خولې کرایه کوي څو یې دخپلو ګټو له پاره وچلوي، هغه ظالمان د وخت د سیاست په ګټه په خپل مهارت یا مداریتوب سره تور سپينوي او سپین توروي. د ولس قاتل او جلاد ولس ته د هغوی خواخوږی معرفي کوي او د ولس رښتیني زامن او د ولس په حال دردمن وګړي په خیانت او فدرال تورنوي. ولس باید دومره ساده نشي چې د وخت سیاستونو زیږولیو، اپرچونیست او د وخت دزامنو په خولو په خپلو ټولنو او کور کلي کې د دوی ترڅنګ علماو او پوهانو په اړه شکمن شي، زموږ علماء او پوهان زموږ په ترخو شپو ورځو کې هر وخت زموږ ترڅنګ پاته شوي دي زموږ د دنیا او اخرت په چارو کې د روحاني پلار او خواخوږي استاد په حیث پر موږ مهربانه وي نو د داسي خواخوږیو په اړه باید هیڅ کله د هغو خلکو خبرې ونه منو چې هغوی په موقته توګه سیاسي واک او ډالري باران زموږ خواته رانږدې کړي وي. داخلک د دې غریب هیواد له فضا او دې بې وزله ولس له مزاج سره هیڅ مینه او هیڅ اشنایې نلري، داسلامي نړۍ ډیری سیاستوال او دهغو چپړاسیان یواځي په هغه وخت کې خپلو هیوادونو ته په موقته توګه راځي چې اړوند باداران یې دلته سیاسي واک ورته تضمین کړي، او دخپلو بادارانو له پاره دمعلومي مزدوري ترسره کولو وروسته بیرته لندن، فارس، نیویارک او نورو اروپایي پلازمینو ته ستنیږي.بناء موږ باید خپل دوست او دښمن خواخوږی او بدخوا سره بیل او وپیژنو. داچې دخپل واک او پردیو د چوپړ له پاره موقتاً د ولس په وږو سپاره دي دا زموږ خواخوږي ندي دازموږ بدخوا او زموږ داصلي خواخوږیو دښمن دي. موږ باید دخپل خیرخوا او بدخوا په پیژندلو کې دقیق واوسو.

نښتر- د نعمان منلي کالم- نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د