شعـــــرونه

سکندر او ډاکو

عبدالمالک همت

درته وبه کړم یوه لنده کيسه
معنا داره، عبرتناکه او خوږه

يو مهال يې وو يو لوی ډاکو نيولی
بيا يې وو وسکندر ته درولی

سکندر سو و ډاکو ته په ګفتار
چي داکار دي کاوه نه دي باله عار؟

دې ډاکو سلطان سکندر ته وويل:
زه کوچنی غل يم سلطانه، ته لوی غل

زما ملګري دي فقط يو څو نفره
خو دا ستا ملګري دي بيا څو لښکره

زما ملګرو ته وايي ډاکه ماران
ستا ملګرو ته وايي شاهي پوځيان

ماته وايي د څو تنو غلو رهبر
تاته وايي اشغالګر د بحر وبر

زما کار بولي فقط يو راهزني
خو ستا کارته بيا وايي جهانګيري

زه په کلي کي په غلا وهم يوکور
خو ته نيسې وطنونه په وچ زور

زما او ستا په کار کي دی دغه توپير
چي زه يمه يو راهګير، ته جهانګير

پس نو زه يمه کوچنی ډاکو ، ته لوی
نور به نه اوږدوو دغه ګفتګوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x