دیني، سیرت او تاریخ

د صحابه وو رضی الله عنهم اجتهاد

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېره برخه کې مو د اجتهاد او مجتهد او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وخت نه د اجتهاد په شروع باندې خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب …
د صحابه وو اجتهاد د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې اجتهاد په هغه وخت کې هم وو کله چې وحی نازلېده لکن په هغه وخت کې څرنګه چې د هرې مسئلې ځواب په وحی کې راتلو نو د اجتهاد لپاره دومره ډېر ضرورت نه کېدو لکن بیا هم کله به صحابه کرام (رضی الله عنهم) له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه لرې لاړل او د اسبابو د نشت والي له امله یې دا نشوای کولی چې په کومه دیني مسئله کې به ورته مشکل مخې ته شو چې د هغې په اړه له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه فوراً پوښتنه وکوي نو بیا به یې پکې اجتهاد کاوه د مثال په توګه یو وخت چې حضرت عمرو بن العاص (رضی الله عنه) له یوې ډلې مجاهدینو سره چېرته تللی وو هلته غسل ورباندې واجب شو اوبه یخې وې له دوی سره ګرمې اوبه هم نه وې او داسې څه شی هم نه وو چې اوبه ورباندې ګرمې کړي نو یې په خپل اجتهاد تیمم وکولو او غسلونه یې ونه کول مونځونه یې وکول او بیا یې مونځ هم را ونه ګرځولو (ځکه دوی تیمم وهلی وو او مونځ یې کړی وو) خو کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته راغلل قصه یې ورته وکوله نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورباندې انکار ونه کولو او ورته یې وویل چې ښه مو کړي دي همداسې کول په کار وو په همدې ډول په بله واقعه کې صحابه وو چې په ورته حالت کې تیمم کړی وو بیا چې کله ورباندې راحت شوی وو هغوی هغه په تیمامه سره کړي مونځونه را ګرځولي وو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغوی ته هم ونه ویل چې تاسې ښه نه دي کړي بلکه هغوی ته یې هم وویل چې ښه مو کړي دي او دا د هغوی اجتهاد وو او ددوی اجتهاد په احتیاط او تقوا باندې بناء وو نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) چې د اولې ډلې اجتهاد صحیح و ګڼلو نو اشاره یې دېته وکوله چې د مانځه را ګرځول لازم نه وو او چې د دوهمې ډلې اجتهاد یې صحیح و باله معنی دا چې د دوی تقوی او په دین کې احتیاط یې خوښ کړو .

تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وروسته د صحابه وو اجتهاد .

پدې کې خو هېڅ شک نشته چې د اسلامي شریعت لمړی مصدر د الله تعال کتاب دی او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنت دي او کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دنیا کې تشریف درلود نو په هره دیني لویه او وړه پوښتنه کې د خلکو رجوع همده مبارک (صلی الله علیه وسلم) ته وه لکن کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له دنیا څخه رحلت وکولو او د وحی لوی نعمت له زمکې قطع شو نو بیا د خلکو هغه رجوع ټوله مشرانو صحابه کرامو او خلفاء الراشدین لور ته شوه او مشرانو صحابه کرامو هم دین خپل کار و ګڼلو او په ښه توګه یې ورته خدمت وکولو او په هغه ډول یې دیني کارونه مخ په وړاندې بیول لکه څنګه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د دوی پالنه کړې وه .

او کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شو په هغه وخت کې ټول مسلمانان لکه یتیمان داسې شول په مسلمانانو کې ځینې داسې خلک وو چې خپله ژړا یې نشوای تم کولی ، ځینې داسې خلک هم وو چې هغوی توره را ویستلې وه او ویل یې هېڅوک به داسې نه وايي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شوی دی ، ځینې داسې خلک هم وو چې ددې جملې تحمل ورته مشکل وو چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات دی په همدې حالاتو کې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله راغلو او د پوره اطمنان سره یې داسې خبرې وکولې چې د خلکو ذهنونه یې ورباندې خلاص کړل او دوی ته یې وویل : چا چې د محمد عبادت کاوه نو هغوی د پوه شی چې محمد وفات شو او څوک چې د رب عبادت کوي هغه همېشه دی وفات نلری او بیا یې ورته آیت تلاوت کړو چې مطلب یې دی : محمد (صلی الله علیه وسلم) نه دی مګر یو رسول دی او د هغه نه وړاندې هم رسولان تېر شوی دی نو که هغه مړ شي او یا ووژل شي تاسې به بېرته په خپلو پوندو باندې ګرځئ؟

پدې خبره د ټولو خلکو سر خلاص شو چې هو! الله تعالی له وړاندې مونږ ته په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) به یوه ورځ وفات کیږي او یا به وژل کیږي نو نن هغه ورځ ده چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفات شوی دی نو د خلکو ذهنونو دا خبره ومنله او دا تریخ حیقیت یې تسلیم کړو .

حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه خلیفه شو د خلکو رهبری ورته په غاړه شوه تر اوسه به چې د دین او دنیا په کارونو کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خلکو لارښونه کوله اوس هغه وظیفه ده (رضی الله عنه) او له ده سره نورو مشرانو صحابه کرامو ته ور په غاړه شوه نوي فتوحات وشول ، د اسلام دائره فراخه شوه به اسلام کې نوي داسې خلک را داخل شول چې تر اوسه پورې پکې نه وو داخل دوی له ځان سره نوې حادثې راوړې ، نویو مسائلو ته ضرورت شو او دې خبرې اوس کوم ځای نه نیولو چې چا ویلی وای : دا حکم په قرآن کریم او سنتو کې نشته نو ته یې باید لما څخه پوښتنه ونه کوې بلکه دوی مجبور شول چې له یوې نوې حادثې سره به مخ کېدل نو دوی به کتل که به یې به اړه د قرآن کریم کوم آیت او یا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هدایت موجود نه وو نو دوی به د هغې په اړه اجتهاد کاوه . نور بیا انشاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x