د غاښونو د سپینوالي کورنۍ نسخه

نن ټکی اسیا (جمعه لیندۍ ۳مه ۱۳۹۶ل) مخ د بدن ښکلا ده، او په خوله خندا راوستل د خپل ورور سره د مخ کیدو پر وخت پیغمبري [ص] سنت هم دي اجر یې هم شته او د انسان مخ هم ښایسته کوي.

د خندا ښایسته کولو لپاره د غاښونو سپینوالی اړین دی، خو ډیری خلک د غاښونو په پاکوالي او سپینوالي کې د ځینو ناروغیو له کبله ښې پایلې ته نه رسیږي.

ددې لپاره پر دغې کورنۍ نسخې عمل وکړئ غاښونه به مو بې له کوم درمله سپین او روښانه شي.

دوه کاشوغې کورکمن

دوه کاشوغې سوډا (وړو سوډا)

یوه نیمه کاشوغه د کوپرې تیل

کړنلاره:

پورتني درې شیان راواخلئ، ښه یې سره ګډ کړئ او یو بوتل کې یې د ساتلو لپاره واچوئ، تر ۱۵ ورځو یې روزانه استعمال کړئ غاښونه به مو سپین او روښانه شي.

د یادونې وړ ده که تاسې خپل غاښونه د همیشه لپاره همداسې سپین صحتمند او روښانه ساتئ نو په ورځ کې دوه ځل د غاښو په کریم او یا هم مسواک سره خپل غاښونه په منظم ډول پاک کړئ!

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

نیمګړې لیکنه ده

استعمال یې کړی،،، څرنګه

وخوړل شي؟
په غاښونو ومښل شي؟؟
بوی کړل شي؟؟؟
وساتل شي؟؟