افغانستان

سرپل کې د ۹ قومندانانو په ګډون ۹۵ دولتي وسلوال د طالبانو ليکو ته ورغلي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وایي چې، د سرپل ولايت کوهستانات ولسوالۍ کې نهه قومندان سره له خپلو وسلوالو ملګرو د طالبانو ليکو ته ورغلي دي.

احمدي زياته کړې چې، د کوهستانات ولسوالۍ تګاب بای سيمه چې، شاوخوا درې زره کوره نفوس لري، نهه قومندانان يې سره له خپلو ۸۶ ملګرو طالبانو سره يو ځای شول.

احمدي د تسليم شويو کسانو نومونه هم رسنيو ته ليګلي دي.

په دغو کسانو کې قومندان خیرالله پهلوان ، قومندان نورمحمدکراته له یوه راکټ 18 کلاشنکوفونو او 2 مخابرو سره ، قومندان ملافضل الدین له 30 مسلحو افرادو سره ، قومندان ملانظام الدین له 20 مسلحو افرادوسره ، تسلي قومندان له 10 مسلحو ملګروسره ، عبداللطیف قومندان له خپلو 15 مسلحو ملګروسره ، معاون عبدالرؤف له 10 مسلحو ملګروسره ، روزالدین قومندان له 10 مسلحو ملګروسره اوملانظرګل له یوه ثقیل 11 کلاشنکوفونو شامل دي.

د کورنيو چارو او دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close