نړۍ

۶۵ کاله وروسته اردوغان د ترکيې لومړنۍ ولسمشر دی، چې يونان ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکيې لومړي وزیر هاکان جاوېش اوغلو ويلي، چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په راتلونکو لنډو ورځو کې يونان ته د سفر پرېکړه کړې او زیاتوي، چې د تېرو ۶۵ کلونو راهيسې يونان ته د ترکي ولسمشر لومړنی سفر دی.

هاکان جاوېش اوغلو يوې خبرې ناستې ته وويل، چې يونان ته د ولسمشر اردوغان سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو غښتلي کولو لپاره دی.

د ترکيې لومړي وزير ويلي، چې يونان ته د ولسمشر اردوغان د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو تر منځ په درې مهمو موضوعاتو خبرې او هوکړې وشي. لومړی: د ترکيې او يونان ترمنځ د سوداګريزو توکو او سپارليو لېږد، دوهم د ترکيې استانبول او د يونان سلانيک ښارونو تر منځ د ريل پرمختللې  پټلۍ او درېيم د کيبي سمندري لارې باندې د ستر پول جوړول دي.

د ترکيې لومړي وزير زیاته کړې، سره له دې، چې ترکيه او يونان ګاونډي هېوادونه دي خو دواړو هېوادونو د شته اقتصادي او سياحتي فرصتونو څخه ګټه نه ده اخيستې او نور بايد دا چانس له لاسه ورنه کړي.

هاکان جاوېش اوغلو ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو اړيکې پياوړتيا او ټينګولو ته اړتيا لري او دواړه هېوادونه بايد په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي او زياته يې کړه، چې د راتلونکي ۲۰۱۸ کال په فبروري کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې سټراټيژيکه غونډه هم جوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Amrudeen Huedary

هاکان چاوش اغلو د ترکیی د صدراعظم معاون دی، صدراعظم یی بن علی ایلدرم نومیږی.
ستاسو پاڼه دیر کتونکی لری، هیله ده چی په لیکلو کی دقت وکړی.
مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x