نظــر

د شهرت ګټلو غلط فارمول

ویل کوم ساده کس وه چې غوښتل یې ځان مشهور او په خلکو کې مطرح کړي خو پدې نه پوهېده چې دا هر څه څنګه کېږي. یوه ورځ یې چا ته وویل چې زه غواړم ځان مشهور کړم، نو څه وکړم چې مشهور شم؟ هغه ورته وویل چې ورشه په جومات کې ښه ډېر مرداری وکړه چې نوم دې تلپاتې شي. سړي همداسې وکړل، چا وواهه، چا وراټه او چا به ورپورې ریشخند واهه. سړی د ټول عمر لپاره په همدې نامه یادېده او ښه ډېر مشهور شو.

نو دا چې زموږ ټولنه مذهبي ده او خلک د مذهب په مقابل کې حساس دي، چې کله هم له چا نه د خپل مذهب په اړه د شک، تردید، او سپکاوي خبره واوري نو د هغه په مقابل کې حساسیت ښیي او نوم یې بیا د هر چا په خولو وي، او ټول وایي چې پلاني د پلاني زوی داسې او داسې دی. نو سړی په یو دوه ورځو کې په لر او بر کې مشهور شي.  
نن سبا هم دا ځینې چې د خپل شهرت لېونیان دي په همداسې چارو اخته دي. کله مذهب ته سپکې سپورې وایي، کله ملا ته بدرد وایي، او کله دین او دیني شعایر سپکوي. ددې عقلي مفلسینو تاریخ له هېره وتلی زه دویته مشوره ورکوم چې یو ځل بیا دې د خپلې ټولنې تاریخ مطالعه کړي او د تاریخ د درس په هینداره کې دې خپل ځان، خپل موقف او خپله تګلاره برابره کړي کنه برخلیک یې له هغو نورو سره کوم توپیر نلري چې اوس د تاریخ په دوړو کې نیام دي.  
جالبه خو یې لا داده چې په همدې مفلسینو کې ځینې د ملایانو او علماؤ نبیره ده. دوی ددې ترڅنګه چې د عقل له افلاس سره مخ دي همدارنګه اخلاقي افلاس هم ورته مخه کړې . دا یو ساده ټولنیز فارمول دی چې د بشري ټولنې په تېره بیا د اسلامي ټولنې تاریخونه پرې ډک دي؛ چې هر هغه څوک د مور او پلار د اطاعت له کړۍ ووتل هغه بیا د نورو اطاعت، احترام، او قدر هېڅکله نه کوي. هغه خلک او هغه ډله چې د خپلې ټولنې او مذهب په خلاف پورته شوي او بغاوت یې کړی هغوی ته له شرم، عار او ماتې پرته نور هېڅ په لاس ندي ورغلي.
په همدې نویو باغیانو او ملحدینو کې کوم یوه ته چا ویلي ول چې هلکه؛ ولې د خپل الحاد او ارتداد اعلان نه کوې چې لا هم نښتی یې په مسلمانانو کې ځان شمېرې؟ هغه ورته ویلي ول؛ زه له خپلې ټولنې سره ډېر نږدې تعلقات لرم چې شلېدونکي او پرې کوونکي ندي، نو پدې خاطر نشم کولی ځان لدې ټولنې بېل کړم. د برهان الدین رباني خبره دا برادر ملحد که چیرې د عقل له کمښت سره مخ نه وای نو ده به دا کار هرګز نه وای کړی. دی به ټول عمر همداسې خپل ضمیر او وجدان ته ملامت وي، د نفس اعتماد به یې بایللی وي، همېشني اضطراب سره به مخ وي، او تل به د خپلې کمترۍ احساس کوي.
دا د ټولو هغو خلکو حال دی چې له خپل مذهب او ټولنې یې بغاوت کړی او د خپل دین په مقابل کې درېدلي. دوی داسې فکر کوي چې ګواکې په سمه دي خو حال دا چې غولېدلي دي. دوی فکر کوي چې تطور او پرمختګ دین او علماؤ ته په ښکنځلو، له دین څخه په بغاوت، بې سترۍ او بې حجابۍ، په اخلاقي فساد او جرم کې نغښتی دی خو حال دا چې داسې نده. هغه ټولنې چې خپل پرمختګ پدغه عنصر کې ویني هغوی پوهه، اراده او عزم نلري او اخلاقي بنسټونه یې نړېدلي او شړېدلي.
که غواړې چې نوم دې ژوندی وي د ټولنې ارزښتونو ته درناوی ولره. د افغانستان د ټولنې –  او د بلې هرې ټولنې تشریح او توضیح، او د تخنیکي، مادي او معنوي ارزښتونو پییل په یو داسې تار چې د ماضي تصویر د حال په هنداره کې بیان کړي آسانه کار ندی. یو لړ فلسفي او هنري معیارونو ته اړتیا لري څو ددغې ټولنې روح په اعتقادي دیالکتیکي قالب کې ترجمه او تفسیر کړي.
خو زه چې څومره ګورم زموږ د ټولنې دغه طبقه له عقلانیت او منطقي روش څخه ډېر لرې په غریزه ای شکل د مبارزې لړۍ پر مخ بیایي. دوی مخته روان دي خو ګوري نه چې شا ته څه پرېږدې که نه. دوی تېز روان دي او مخه یې له کږلېچونو ډکه ده او زه ویلی شم چې پردغه لاره ددوی نصیب یوازې تیندکونه دي.

اُمت: د عبدالبصیر عتیقزي کالم، نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x