
پاکستان د حافظ سعيد د خوشې کولو پرېکړه کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د پاکستان پنجاب ايالت د مرافعې محکمې پرېکړه کړې، چې د جماعت الدعوة مشر دې له زندانه خوشې کړای شی.
پر ښاغلي سعيد تور دی، چې په هند کې د وسلهوالو بريدونو او چاودنو ملاتړ کوي.
حافظ سعيد له تېرې څه مودې راهيسې په پاکستان کې نظر بند و، خو د لاهور مرافعې محکمې پرېکړه کړې، چې نوموړی دې خوشې شي او د هغه د نظر بندۍ د غځولو غوښتنه يې رد کړې ده.
د پاکستاني رسنيو په وينا حکومتي چارواکو له محکمې غوښتي، چې د حافظ سعيد نظر بندي نوره هم وغځوي او که دی خوشې شي، پاکستان به له نړيوالو بنديزونو سره مخ شي، خو محکمې د چارواکي په ځواب کې ويلي، چې د يوه سړي له امله پر ټول هېواد د بنديزونو لګېدل د منلو وړ خبره نه ده.
حافظ سعيد د جماعت الدعوة ډلې مشر دی، چې د ملګرو ملتونو، امریکا او هند له لوري ترهګر بلل شوی او امريکا يې پر سر لس ميليونه ډالره جايزه ټاکلې ده.
ملګري ملتونه هم وايي، چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبۍ ښار کې ډله ييز بريدونه د حافظ سعيد په لارښوونه او ملاتړ شوي او له پاکستانه د هغه د نيولو غوښتنه کوي.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې څو ځله حافظ سعيد نيولی او د محکمې په امر بېرته خوشې شوی دی.
محکمې له څېړنو وروسته پر هغه لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او پاکستاني چارواکو هم له هند، ملګرو ملتونو او امریکا غوښتي، چې د حافظ په اړه د ترهګرۍ اسناد پاکستان ته وسپاري او پاکستان به په خپله سزا ورکړي.
يو شمېر امريکايي، هندي او افغان چارواکي پاکستاني استخبارات د حافظ سعيد او نورو ډلو په ملاتړ تورنوي، خو تېره مياشت، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير پاکستان ته د امریکا ضد ډلو او مشرانو نومونه ورکړي وو، د حافظ سعيد نوم په کې نه و.