نظــر

د ازرې لیسه د میدان مدرسه

عاکف مهاجر

څو ورځې وړاندې د لغمان د علینګار ولسوالۍ د داعش د یو غړي د کور انځورونه ټولو رسنیو ښه په شد او مد سره د لوګر د ازرې ولسوالۍ د منګلو د لیسې په نوم نشر کړلو چې طالبان د ازرې د منګلو لیسه ورانوي او د معارف دشمنان دي رڼا وژني اوږدې لیکنې پرې ځینو ژورنالیستانو او پلورل شویو لیکوالانو هم وکړې خو له هغه یوه ورځ وروسته امریکایي او افغان ځواکونو د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ په یوه دیني مدرسه چې دیني زده کړې پکې تنکیو ماشومانو او لویانو کولې چاپه واچوله او خالی لاس واړه ماشومان یې له اطاقونو ځینې را و ویستل او ځینې په اطاقونو کې دننه په ډزو و وژل خو هغوی چې پر پردیو دیوالونو یې هی سوران جوړ کړی وو اوس یې په دغه مدرسه او شهیدو طالبانو هیڅ هم ونه لیکل.

د معارف تر چتر لاندې مکتب او مدرسه دواړه له ټولنې تیارې ورکوي.

یو کې دیني زده کړې بلکې عصري زده کړې دواړه مشالونه روزي او دواړه ټولنې ته په پوهه سنبال ځوانان روزي خو د لیسې په نوم د داعش وسلوال د کور دیوالونه تقبیحیږی خو د مدرسې د طالب چپه وژلو یې خولې ګونګې نیولي حتما تر کاسې لاندې نیم کاسه شته.

امریکا کله چې پر افغانستان برید وکړو لومړی یې د طالبانو رادیو سټیشن په نښه کړلو او وروسته یې خپله لومړی رسنیو ته توجه وکړه او رادیو او تلویزون سټیشنونه یې فعال کړل ملیونونه ډالر یې پرې خرچه کړل د همدې لپاره یې خلک وروزل او دا یې روزنه ورکړه چې د دوی هر عمل باید روا او د مخالفینو یې هره کړنه باید تیروتنه او ناروا وبولي څوک چې د دوی په خلاف حرکت کوي باید پلورل شوي ونومول شي او د دوی تر څنګ خلک د وطن ساتونکي ونومول شي دوی هم همداسې وکړل.

ګډ حکومت له یو پلوه نعرې وهي چې طالبان له پاکستاني مدرسو باید راوګرزي او د هیواد دننه تعلیم وکړي تر څو د دوی په ضد ونه کارول شي خو بل پلو یې په هیواد دننه په مدرسو چاپې او بمبارۍ د بهرنیو او د دوی له لوري شروع دي وژني یې او بندیانوي یې.

غني په لومړیو کې ویل ارګ او جومات به سره یو کوو خو هغه رښتیا ویل چې په جومات کې به د ارګ غوښتنې پلي کیږی او دوی به د جومات روزونکي د ارګ په څیر د طاغوت په وړاندې خاموش کړي.

افغانستان اوس د ګډ حکومت په واکمنی کې د روس د وخت لور ته روان ده او هغه وخت نږدې ده چې څوک په ښکاره ونه ویلی شي چې زه د مدرسې زده کوونکی یا د مدرسې ښوونکی یم که یې دا خبره په خوله وه د ژوند حق باید ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x