کندهار او غزني کې طالبانو دولتي عسکر په نښه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کندهار او غزني ولايتونو کې تېره شپه طالبانو د دولتي ځواکونو پر قرارګاوو بریدونه کړي.

د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په سالیسون نومي سيمه کې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوازنۍ ستره قرارګاه بريد کړی ، قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې او ډېر شمېر وسلې او مهمات يې نيولي.

طالب ويندوي قاري يوسف احمدي وايي په قرارګاه کې د وژل شويو عسکرو ۱۰ جسدونه پراته دي ، نوموړي د خپل اړخ د تلفاتو اړوند څه نه دي ويلي.

دولتي چارواکو لا د معروف د جګړې اړوند څه نه دي ويلي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غزني د مرکز اړوند برخشک سيمه کې پر امنيتي پوستو د طالبانو د بريدونو پخلی کوي خو د مرګ ژوبلي په اړه ناخبري ښيي.

طالبان د ده یک ولسوالۍ په رباط سيمه کې د جګړې پخلی کوي ، وايي د اربکيانو ستره قرارګاه يې نيولې، ۲۵ اربکيان يې وژلي ، ۴ عرادې ټانګونه او رینجر يې ويجاړ کړي او زيات شمېر وسلې يې له ځان سره وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د