افغانستان

تخار:د ځمکې ښويدو له امله يوکلی په ځمکه ننوتی څلور تنه مړه، ګڼ ژوبل او سلګونه کورنه ويجاړ شول

نن ټکی اسيا: د هيواد شمال تخار ولايت کې د ځمکې ښويدو له امله يو کلی په بشپړه توګه په ځمکه ننوتی، تر اوسه د څلورو کسانود مرګ، او لسګونو د ژوبليدو خبر راغلی او له سلو زیات کورورنو ويجاړ شوي دي.
د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور رسنيو ته ويلي چې،دا پيښه د تخار ولايت رستاق ولسوالۍ خواجه خيرات سيمه کې رامنځته شوې چې، تر اوسه پکې څلور تنه مړه، لسګونه ژوبل او له سلو زيات کورنه يې ويجاړ کړي دي.

تيمور وايي چې، دا پيښه دزياتو ورښتونو له امله رامنځته شوې ده. تيمور زياته کړه چې، د کلي خلک يو نژدې غره ته ختلي او مرستنديوه ډلې يادې سيمې ته رسيدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close