نړۍ

پېښور کې چاودنې د خيبرپښتونخوا د پوليسو لوړپوړی افسر وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار تر ټولو مهمې سيمې حيات اباد کې د خيبر پښتونخوا د پولیسو لوړپوړی قومندان په يوې چاودنې کې ووژل شو.

د پېښور د پوليسو په وينا د ايالتي پوليسو مرستيال اشرف نور له خپل کوره د دفتر پر لور روان و، چې موټر يې د حيات اباد زرغوني مسجد سره د چاودنې ښکار شو او له جنرال اشرف نور سره د هغه يو ساتونکی وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

د چاودنې مسؤوليت د پاکستان مخالفې ډلې لشکر جهنګوي اخيستی، خو ازادو رسنيو يې پخلی نه دی کړی.

د علي شېر حيدري په نوم د لشکر جهنګوي وياند رسنيو ته ويلي، چې د دې بريد په واسطه يې د خپلو درې ملګرو غچ واخيست.

سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او د مشکوکو بريدونو لټون روان دی، خو تر اوسه د کوم تورن د نيولو خبر نه دی ورکړل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امان

مردار شو دا خبیثان ټول مرداريږ مه وایاست چه و وژل ووایی چی مردار شو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x