نظــر

که د امریکا په یوه کلیسا کې ۲۱ تنه ووژل شي او بریدګر افغان وي

نصیب ځدراڼ

امریکا کې په یوه کلیسا باندې برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او برید کونکی افغان دی. فرض کړو دا خبر که حقیقت وي اوس به ټولې میډیا په ژړا ځان ستړی کړی و او د وحدت ملي د حکومت مشرانو به هم خپل د غمشریکۍ پیغامونه ور رسولي وو، د وژل شویو انځورونو ته به د نړۍ بیلا بیلو برخو کې شمعې بلې شوې وې او برید کونکي به وحشیان او د بشریت دښمنان بلل شوي وو.امریکایي مشرانو به د غوسې ډکه لهجه کې د انتقام اخیستلو اراده ښکاره کړې وي.

خو دغه رنګ پیښه په حقیقت کې د امریکایانو په لاس شوې ده، د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ د عمر خیلو کلي کې ۲۱ تنه د مدرسې زده کونکي د امریکایانو په لاس په شهادت ورسیدل، د دوی عمرونه د لسو نه تر اتلسو کالو پورې وو، د مدرسې ویډیو مې کتله د دوی زاړه بالښتونه او دیوالونه په وینو ککړ وو.

ځایي خلک وایي چې عسکرو د مدرسې زده کوونکي دېوالونو ته کتار کېنولي او پرلپسې يې یو یو تن ته پر تندي ویشتلی ده.

نه چا د دوی انځورونو ته شمعې بلې کړي، نه سیما ثمر غوسه شوه، نه د جرمني نه قاري عیسي محمد په فیسبوک کې د غم اوښکې تويې کړې، نه مدني فعالانو په کابل کې لاریون وکړ، نه کوم دولتي چارواکي دا عمل د بشریت دښمني او وحشت وباله.نه امریکایان چا ترهګر وبلل.

په افغانستان کې د یو داسې چا په لاس دا جنایتونه روان دي چې ځانونه د بشریت ټیکه داران بولي، پرته له کومې ویزې او پاسپورټ راغلي دي، د ښه او بد افغان قضاوت عدالت او محکمې نه بلکې د دوی بې پیلوټه الوتکو کامرې کوي چې د زرګونو کیلومتره لرې ناست امریکایان یې کنټرولوي او چاته یي چې خوښه شي د ډرون په بټن یې د ژوند پسرلی ور خزان کړي، او افغانان دومره بد نصیبه دي چې خپل واکمنان یې هم پوښتنه نشي کولی چې دا ولې ووژل شو؟ خپل عسکر یې دعوې د وطن یا کفن کوي خو په دې هم نه دي خبر چې شپاړسم کال دی زموږ له وطن نه د بش، اوبامه او اوس د ټرمپ لپاره جنګیږو او د هندی لپاره مو کفن په نصیب شي. زندانونه په افغان ځوانانو ډک دي خو دروازو کې ولاړ خړ سترګي عسکر یې دومره فکر نه کوي چې دا ځوانان موږ ځکه بندیان کړي چې دوی د یرغلګرو په ضد سپیڅلی پاڅون کړی وو.

ویل کیږي چې په د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د امریکایي عسکرو تر څنګ افغان عسکرو هم په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې وه، کاش داسې څوک پیدا شوي وای چې له افغان عسکرو نه یې پوښتنه کړې وای چې تاسې که امریکا باندې برید وکړئ د کمو پیسو په بدل کې انګریزان ستاسې سره عسکر شي او تاسې د دوی په مکتبو کې ماشومان وژنئ نو دوی به ستاسې سره همکاري کوي؟

پیره به درباندې کوي؟

لار به در ښایي؟

د انګریز وطنوالو د کورو دروازې به درته ماتوي؟

او که مقاومت به درسره کوي؟

که ځواب یي دا وي چې مقاومت به درسره کوي نو تاسې خو د وطن یا کفن شعار لرئ،ځانو ته مسلمان وایاست نو بیا کوم شي مجبور کړي یاست چې د دوی سرا یو ځای د افغانانو په وینو خپل لاسونه سره کوئ؟

خبر ختموم د نرخ ولسوالۍ د مدرسې ۲۱تنه زده کونکي شهیدان شول، قاتلان به یې باګرام، کابل یا د ولایت په پوځي قرارګاه کې ناست د نورو همداسې ښکارونو او بمبارونو سوچونه کوي، دوی د عمر خیلو خلک غمجن کړل خو دا درس یې ورکړ چې موږ د وطن د آبادۍ نه بلکې د بربادۍ لپاره دلته یو، که په حقیقت کې موږ ستاسې وطن ساتلی په کونړ کې به مو د پاکستان د راکټي بریدونو ځواب ورکړی وو، د ډیورنډ په کرښه به مو د اغزن تار مخه نیولې وه،وطن کې به مو لوی روغتونونه،پوهنتونونه او فابریکې درته جوړې وی، خو نه موږ د افغانانو د قتل عام لپاره راغلي یو، یوه ورځ چهاردره، بله ورځ هلمند، بیا هرات، لوګر او هسکه مینه او بیا نرخ ولسوالۍ… هره ورځ به مو په وینو لمبوو او که چا عکس العمل ښکاره کړ نو د پنجابي او ترهګر په نوم به یې وژنو.یا به مو باګرام او پلچرخي کې بندیان کوو.

افغانانو د متفکر په واکمنۍ کې مو همدغه قسمت دی…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
علیخیل

وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42)

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx