افغانستان

کاپیسا: ګډو ځواکونو د يوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د کاپیسا نجراب ولسوالۍ کې افغانیه سيمې کې ګډو ځواکونو د ولسي خلکو پر کور بريد کړی، د ماشومانو او ښځو په شمول یې شپږ کسان وژلي دي.

د کاپيسا ولايت چارواکو هم په دغې پېښې کې د ولسي خلکو مړينه تاييد کړې، خو زياتوي، چې وژل شوي کسان د ملا عبدالمالک په نوم د طالبانو د يوه قومندان د کورنۍ غړي دي، خو ځايي خلکو د ولايتي چارواکو ادعا ناسمه بولي او زياتوي، چې د وژل شوې کورنۍ هېڅ غړی له طالبانو سره اړيکې نه لري.

په دغه بريد کې د يوې کورنۍ درې ماشومان، دوه ښځي او یو نارینه وژل شوی دی.

د سيمې خلکو رسنيو ته ويلي، چې د وژل شوې کورنۍ هېڅ غړي له طالبانو سره اړيکه نه درلوده او دغې پېښې د سيمې د خلکو غوسه راپاروله ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم رسنيو ته تاييد کړې، چې بهرنيو ځواکونو د نجراب په افغانیه سيمه د ولسي خلکو يو کور بمبار کړی او له طالبانو سره يې هېڅ اړيکه هم نه درلوده.

وړمه ورځ هم ګډو ځواکونو د ميدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د يوې مدرسې شل طالب العلمان له تړلو وروسته وژلي وو.

په همدې ورځ امریکايي بي ۵۲ الوتکې د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې ۴۴ ولسي خلک هم وژلي وو.

په دې وروستيو کې د دولتي عسکرو په مليتا د امریکايي ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات زيات شوي دي.

د رپوټونو له مخې د دغو بريدونو ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې د زياتېدونکې بمبارۍ او عملياتو په اړه په خپل راپور کې اندېښنه ښوولې، که دغه عمليات همدارنګه دوام وکړي او ډېری قربانيان يې ولسي وګړي وي، نو د امريکايي عسکرو سربېره د دولتي عسکرو پر ضد به د افغان ولس کرکه نوره هم زياته شي.

د ګارډين په وينا افغانان دې ته نه ګوري، چې افغان دی، که امریکايي، خو چې هر څوک يې وژني هغه خپل دښمن بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

طالبانو ته هم ښایي چې په بالمثل ډول د ګډ حکومت چارواکي د دوی په کورونو کې د خپلو بریدونو هدف وګرزوي تر څو وکولای شي به دې توګه د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي او ظالم چارواکي او بهرني حامیان یې له خپلو ظالمانه جنایاتو لاس واخلي.

pattang

نالت پر هغوی چې دالر خوري او اولس پرې وژني خو نالت هم په هغوی چې هم په نس وږي دي او هم کوڅې ته را وزي دبیغیرته زامن په ټوک او ګدایې اموخته شوي دي هیڅ شی نه ترې جوړیږي !! اولس باید کوڅو ته را ووزي او داشغالګرو اوفاسد رژيم پر وړاندې مظاهرې وکړي ! دوی د ې نه وېریږي ټول اولس نه وژلی شي اونه یې بندي کولی شي ! دا اجیر فاسد دولت دغلو او ډاکوګانو یوه مجموعه ده !تف لانت په غني ، کرزي ، عبدالله او دانورو دلاګانو یې ! څوک چې اولس وژني… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x