د نن سرلیکنه

په انتخاباتې غورځوپرځوکې د سیاف او هلال نامعلوم برخلیک

د حمل دمیاشتې له۱۶ نیټې راهیسې په کورنیو او بهرنیو رسنیوکې د افغانستان د ولسمشریزو ټول ټاکنو ، د هغوی د کاندیدانو او په ټاکنوکې د ترسره شویو درغلیو او لاسوهنو په اړه خبرونو، تحلیلونو او رپوټونو زور اخیستی.

که څه هم چې په دې ټاکنوکې ټولو اته واړو کاندیدانو خپلې ټاکنیزې سیالۍ په ښه زوږ سره پیل کړی،خو اوس د هغوی ټولو له منځه په اصطلاح د دریو مخکښو نوماندانو نومونه د خبري رسنیو د سر ټکی وي.

ښاغلی سیاف د خپلې کاندیداتوري په پیل کې په تصنعي تواضع سره وویل: نور غواړم د ځان په کاندیدولوسره له دې لارې خپل ولس او هیوادته د خدمت ویاړ تر لاسه کړم.
ښاغلی سیاف د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال د کندهار ولایت له خلګو نه وغوښتل چې ده ته رایه ورکړي ؛ځکه دی هم په اصطلاح دجهادي قیادت ویاړ لري اوهم یې د کندهاریانو په څیر لونګوټه(پګړۍ) پرسر تړلې ده.
همدا راز د ولسمشریزو ټاکنو یوبل کاندید ښاغلی هلال چې د خپلونورو تنظیمي ځانګړتیاوو ترڅنګ یې د اصلح کاندید په اطمنان سره انتخاباتي مسابقې ته راوړاندې شو ،خو دټاکنو تر پایته رسیدو وروسته دواړه ښاغلی د انتخاباتي پروسې له ساحې څخه داسې څنګ ته کړای شول چې نه یې چا بیا د جهادي قیادت غږوارویدو او نه یې هم د اصلح کاندید په لقب چا غوږ وګراوه.
لکه څرنګه چې یې د ټاکنو په پیل کې اټکل شوی وه چې په پایله کې به یواځې هغه څوک د واک پرګدی نصبیږي چې د امریکایانو مورد نظروي،هماغسي وشول او په راتلونکو پایلوکې به یې هم حتما همدغه نتیجه اعلانیږي.
خو پوښتنه داده چې ایا ښاغلی سیاف او هلال ته دا نه وه څرګنده چې دوی دواړه په هغه نظام کې د استعمال وړ تیا نه لري کوم چې دامریکایانو تر نظارت لاندې رامنځته کیږي؟
حقیقت دادی چې په دې خبره اوس د افغانستان عادي کلیوال هم پوهیږي چې د ټاکنو په شمول د افغانستان د نظام په ټولو تشکیلاتوکې امریکایان واک او صلاحیت یواځې هغه چاته سپارل غواړي چې دوی یې دخپل ځان په ګټه له مدیرت څخه مطمئین وي.
ښايي د امریکایانو په ګټه کاري مدیریت کې ښاغلی سیاف او هلال تر اشرف غني احمد زي او زلمي رسول هم زیات اخلاص له ځانه ښکاره کړي خو امریکایان دخپلې تجربې له مخې یواځې پرهغه چا باورکولای شي چې دوی روزلې او مخکي ترمخکي یې د دې کار لپاره ورباندې پانګونه کړې وي.
امریکایانو په ټاکنیزه پروسه کې د استاد سیاف او انجنیر هلال له شرکت څخه یواځې دومره غوښتل چې افغانانوته دا پروسه یوه داسې ديموکراتیکه پروسه وښیئ چې د استاد سیاف او هلال غوندي پګړۍ لرونکو ږیره ورو ته هم ورکي د ګډون چانس میسردی؛ نه داچې هغوی ته به دا صلاحیت هم وربښل کیږي چې د امریکایانو په حمایت منځته راغلی نظام کې دي واک ور وسپارل شي او د ټاکنو پایلې دې هم د دوی په ګټه تمامې شي.
ځکه نو دغه دواړه ښاغلي د خپل ورسپارل شوي مسؤلیت له ترسره کولو وروسته د نور ولس په څیر دهغې پایلې د اعلانیدو انتظار باسي چې د انتخاباتي بهیر داصلي متصدیانو لخوا به د هغوی په ګټه اعلانیږ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x