
خوست ښار کې دوو پرلپسې چاودنو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسيا: خوست ولايت څخه مو خبر تر لاسه کړ چې، نن د هفتې په ورځ له غرمې وروسته د خوست ښار ګمرک رياست ته څېرمه د پوليسو پر موټر چاودنه وشوه چې، دوه پوليس پکې وژل شوي او يو ژوبل دی.
دوهمه چاودنه د خوست ښار پروژې پل سره وشوه او پوليسو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د مرګ ژوبلې کره شمېره نده معلومه. د پيښې مسؤوليت تر اوسه چا ندی منلی.