ورزش

بي پي ایل: د نجیب زدران لوبډلې سیلهت سیکسرز مات کړل

نن ټکی اسیا (جمعه لیندۍ ۳مه ۱۳۹۶ل) د بنګلدیش په غوره لیګ سیالیو کې د نجیب الله زدران لوبډلې د سیلهت سیکسرز لوبډلې ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه.

سیلهت سیکسرز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د نجیب زدران لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، نجیب زدران لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا د زمبابوی لوبغاړي سکندر رضا د ۶ شپږیزو او ۹ څلوریزو پر مټ ۹۵ منډې جوړې کړې، همدا رنګه نجیب زدران چې ډیر ښه ونه ځلید په ۱۶ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې او ونه سوځيد.

په ځواب کې د سیلهت سیکسرز لوبډله په هدف پوره کولو کې پاتې راغله او د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ټولې ۱۷۱ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا د ویسټ انډیز تیز توپ وهونکی فلیچر د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۷۱ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ورو توپ اچونکی مجیب زدران څو ورځې وړاندې بي پي ایل کې د راشد خان لوبډلې لخوا د لوبیدلو لپاره بنګلدیش ته تللی، او امید دی چې په سبانی لوبه کې به مجیب زدران چې په ۱۱:۳۰ بجی سهار ده ولوبیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x