نړۍ

مصر: د مسجد په چاودنه او ډزو کې د مرګ ژوبلې شمېر ۳۵۰ ته ورسید / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ جمعه د مصر په سینا ولایت کې پر یوه مسجد چاودنه او ډزې وشوې چې له امله یې د مصري چارواکو په وینا ۲۳۵ تنه مړه او ۱۰۹ تنه نور ټپیان شول.

امنیتي چارواکو ویلي چې لومړی د مسجد څنګ ته چاودنه وشوه او بیا وسلوالو پر لمونځ کوونکو ډزې پیل کړي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د فرانس پریس خبرې اژانس ویلي چې په مړو او ټپيانو کې امنیتي کسان هم وه.

په نښه شوی مسجد د صوفي مسلک د الجریریه الاحمدیه په نامه طریقت د اتباعو دی.

پېښه د سینا ولایت په شمالي برخه کې را منځته شوې چیري چې د مصري رسنیو په قول داعش او نور وسلوال تنظیمونه فعالیت لري.

د «رصد» په نامه خبري شبکې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي چې د صوفي مسلکو مسجد کیدای شي ځکه په نښه شوی وي چې حکومت په دې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د همدې صوفي مسلکه خلکو څخه استفاده کوله.

یوه کارپوه محمود قطري د الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې په دې وروستیو کې حکومت د جهادي تنظیمونو سره د مقابلې لپاره د صوفي مسلکو څخه استفاده زیاته کړې وه.

که څه هم د مصر حکومت په سیناء کې د داعش ډله او نور تنظیمونه سخت وځپل خو بیا هم هغوی توانیږي چې کله نا کله پر مصري پوځیانو او اسانه اهدافو بریدونه وکړي.

د مصر رسنۍ وايي چې دغه برید په تاریخ کې تر ټولو ستر او خونړی برید وو.

داعش ډلې ددې تر مخه همدا قبایل په خیانت تورن کړي وه او یو صوفي شیخ یې په کال ۲۰۱۶ کې اعدام کړی وو.

د چاودنې وروسته د بریدګرو په اړه ویل شوي چې شمېر یې ۴۰ تنو ته رسیدی، اته موټر ورسره وه، څرنګه چې خطبه پيل شوه، ډزې یې پيل کړې او مسجد ته نیژدې ولاړ موټر یې هم وسوځول.

د پيښې سمدستي وروسته د مصر دیکتاتور ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ۳ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړ، د دفاع وزیر، داخله وزیر او استخباراتو رئیس سره یې په بیړنۍ غونډه کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد د پراخو عملیاتو د پيلولو خبر هم ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذیفه

وګوری چی دا خوارج کلاب اهل النار دي او کنه، پدي مسجد کښې ولاړ کسان که هرڅوني ددوي مخالف کسان و لیکن د مسجد دنوم حرمت او د اسلام او مسلمانانو مصلحت ته په کتو خو باید دوي پر ي حمله نه واي کړي، پدي ځاي کښي د لمانځه په نیت د ولاړو د وچو او لاندو، پوه او ناپوه، د ماشومانو، سپین ږیره او عاجزه کسانو او هلته پر سړک دولاړو او تیریدونکو ښځو حرمت ته خو یې باید لږترلږه نظر کړاي وای. اما تاسو پدي ویډیو کښي ویني چی دا خوارج هغالته د لمانځه په نیت ولاړو کسانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x