افغانستان

فاریاب: طالبان وايي د اوبو رسولو لویه پروژه یې پیل کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې یې د اوبو رسولو پر یوې لویې پروژې کار پیل کړی، چې تر بشپړېدو وروسته به زرګونه کورنیو ته پاکې اوبه ورسېږي.

د طالبانو رسمي وېبپاڼې «الاماره» د راپور سره سم، د اوبو رسولو د دې پروژې سره به د قیصار ولسوالۍ د سر اسیاب، کرکمن، قبچاق، مغوله، بازار شاخ، سید اباد، خیبر اباد، تیموریا، شرابک، نو اباد، یکه باغ، نو اباد ازبکي او په ګڼ شمېر سیمو کې ۱۵زره کورنیو ته پاکې اوبه ورسول شي.

د راپور سره سم د اوبو رسولو په دغه پروژه ۶۰۰ سوه زره افغانۍ لګښت راځي او په راتلونکو څو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

طالبانو نه دي ویلي، چې د دغه پروژې لپاره به مالي لګښت له کومه کوي.

د یوه بل خبر له مخې، د فاریاب په بندر ولسوالۍ کې ۴ اربکیان د خپلو ټولو وسلو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو دغه اربکیان میراغا، شېراحمد، عبدالحی او محمد‌ظاهر یاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x