
”دا زما پلار نه دی، زما پلار څه شو؟”
د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي لور د هغه کس د هویت په اړه شک څرګند کړی کوم چې د مرسي په نامه محاکمې ته راوستل کیږي.
شیماء وايي چې د پنجرو تر شا درول شوی کس د هغې پلار نه، بلکې هغه ته ورته (مشابه) یو بل کس دی.
نوموړې په فیس بوک کې په خپله شخصي پاڼه دوه بیلابیل انځورونه خپاره کړي چې یو د مرسي پخواني انځور او بل ئې د محاکمې پر مهال د پنجرو تر شا اخیستل شوی انځور دی.
شیماء وايي:
“په انځور کې ښي اړخ ته زما پلار دی، خو د کیڼ اړخ انځور زما د پلار نه دی، زه په دې باندې ټینګ باور لرم، تاسو ورته ښه ځیر شئ دا زما پلار نه دی، ما د دې لپاره چې تاسو ئې په ښه توګه پرتله کړئ دوه داسې انځورونه انتخاب کړي چې څیرې ئې د عین نفسیاتو ښکارندويي کوي، قیافه پیژندونکي کولای شي د دواړو تفکیک وکړي”.
د پخواني ولسمشر لور د پوښتنې په بڼې زیاتوي:
“هغه کس چې په پنجره کې ښکاري ولسمشر نه دی… ولسمشر ته څه ورپیښ شول؟ چیرته دی؟”.