افغانستان

ننګرهار: خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ننګرهار په خوږیاڼیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله یې د خوږیاڼیو سلګونه کورنۍ کورونو پرېښودو ته اړې شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي هم مني، چې د خوږیاڼیو په وزیرو سیمه کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي؛ خو په دې اړه هېڅ عملي اقدام نه کوي.

د ننګرهار امنیه قومنداني او د ولایت مقام هره ورځ د دواړو ډلو ترمنځ د اوښتې مرګ ژوبلې خبرونه خپروي.

د داعش له وېرې د خوږیاڼیو سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي

د وزیرو ځايي خلک وايي، د تېرو درېیو ورځو راهیسې امریکايي الوتکو د پره خېلو پر سیمه الوتنې کولې او په سیمه کې یې مېشتو داعشیانو ته یې وسلې او مهمات راوړل، چې د تېرې جمعې په شپه بیا د طالبانو سره لاس او ګرېوان شول.

د عبدالله وزیري په نامه یو تن نن ټکي اسیا ته وویل، په ځینو سیمو کې طالبانو پرمختګ کړی او د داعشیانو نه یې ډېر کلي بېرته نیولي.

د وزیري په خبره، طالبانو د پیره خېلو اړوند شاړو مورګۍ، انګور، شېرین، ظابط کلا او دوه نور کلي بېرته له داعشیانو نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی مني، چې په تېرو دوو ورځو کې په پیره خېلو کې خونړۍ جګړې شوې؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د خوږیاڼي په خبره، له سیمې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او د ننګرهار اداره د بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو رسولو پوره چمتووالی لري.

داعش دوه کاله وړاندې هم د وزیرو په سیمه برید کړی و، چې د څو ساعته نښتې وروسته طالبانو شا تګ ته اړ کړل.

د وزیرو ځايي خلک پر دولت تور پورې کوي، چې داعشیانو ته د هوا له لارې وسلې او مهمات غورځوي او غواړي د وزیرو سیمه د خلکو څخه پاکه او داعش ته یې پرېږدي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدیر تېر کال د ملي امنیت پر شورا تور پورې کړ، چې داعشیانو سره مرسته کوي او له دې لارې غواړي چې طالبان کمزوري کړي.

د پکتیکا پخواني والي عبدالکریم متین هم ویلي وو، چې د ملي امنیت اداره د داعشیانو سره مرسته کوي او د پکتیکا په ځینو سیمو کې یې پر خلکو پیسې وېشلي دي.

د افغان چارواکو سربېره روسیه، ترکیه او ایران هم ورته ادعا کوي، چې داعش د امریکا، ناټو او افغان دولت ګډه پروژه ده او د دغې ډلې پر مټ غواړي په منځنۍ اسیا کې ځینو هېوادونو ته سر خوږی پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x