نړۍ

سعودي: د افغان کاریګرو د مالوماتو د نقل جنجالي موضوع لاهم سمه روښانه نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): څو ورځې وړاندې لړم ۳۰ مه په ریاض کې د افغان سفارت له لورې خبر خپور شو چې ډیر ژر به د خپلو هیوادوالو دمالوماتو د نقل ستونزې ته د پای ټکی کیږي.

دا خبر په څو ثانیو کې په خورا جوش او ولولو سره د افغان مسافرو ترمنځ په ټولنیزه رسنۍ (فیسبوک) کې بدرګه شو.

د افغان سفارت پر ویبپاڼه د خبر له مخې ښکاریده چې د لیندی پر لومړی نیټه به د پاسپورټونو په یاده موضوع کار پیل کیږي خو دا یې نه وه جوته کړي چې یاد خبر یوازې دهغو مسافرو لپاره دی چې پخوا یې پاکستاني پاسپورټونه درلودل او اوس یې په هماغو نومونو افغاني الیکتروني پاسپورټونه اخیستي.

دا وضاحت ګړی وړاندې افغان سفیر سیدجلال کریمي پخپله فیسبوک پاڼه کړی.

ښاغلی کریمي په واضحو ټکو د پاکستاني پاسپورټونو څخه افغاني ته د نقل موضوع یاده کړي مګر بیا هم د تېر په څیر د یادې موضوع یو بل مهم اړخ (له افغاني ساده پاسپورټونو الیکتروني ته د نقل او د نوم تبدیل موضوع) ګونګه پاتې شوی. یا په بل عبارت:

په ټوله کې افغان مسافر دوه ډوله ستونزې لري:

لومړی: له پاکستاني پاسپورټونو افغان الیکتروني پاسپورټونو ته د مالوماتو د نقل ستونزه (چې همدا اوس ورته اعلان شوی او د شرایطو موافق به کار پرې پیل شي).

دویم: له افغاني ساده پاسپورټونو څخه افغاني الیکتروني پاسپورټونو ته د مالوماتو د نقل او د نوم د تبدیل ستونزه (چې البته پدې بحث نه دی شوی او نه یې یادونه شوي) سره له دې چې دا ستونزه ډیره عامه ده، یانې دا چې ډیری مسافرو خو افغاني پاسپورټونه له پخوا لرل مګر داچې ساده وو او نومونه یې اصلي نه و نو ځکه يې دخپلې تذکرې په نوم الیکتروني پاسپورټونه اخیستي.

په سعودي کې افغان سفیر د سعودي چارواکو سره

بلخوا په هغه لیدنه کې چې د دوشنبې په ورځ د لړم ۲۹مه افغان سفیر او سعودي بهرنیو چارو مسولینو ترمنځ ترسره شوي پر ټاکل شوي درې میاشتیني وخت سربیره په یو لړ شرایطو توافق شوی:

لومړی دا چې:

د پاسپورټ لرونکي نوم، دپلار نوم او زیږدیو نیټه به په افغاني پاسپورټ او اقامه کې یو شان وي.

دویم:

د کفیل له لورې مکتوب او موافقه لیک باید په لاس کې ولري.

دریم:

پاسپورټ باید په ریاض کې افغان سفارت او یا هم جدې قونسلګری له لوري اخیستل شوی وي.

څلورم:

پاسپورټ باید الیکتروني (کمپیوټري) وي.

پنځم:

داچې پاسپورټ درلودونکی باید امنیتي او جنایي دوسیه ونلري.

دلته یوه مهمه موضوع چې د ځینو مسافرو د سر دردی لامل شوي اغه دا ده چې هغو مسافرو چې پخپلو اصلي نومونو الیکتروني پاسپورټونه د سفارت چارواکو په امر اخیستي د اقامې له نوم او د پیدایښت له نیټې سره یې د اوسني الیکتروني پاسپورټ نوم او د پیدایښت نیټه توپیر لري هغوی به څه کوي؟

ایا د هغوی د دمالوماتو د نقل، دنوم دتبدیل او د پیدایښت نیټې ستونزه به څنګه او څه ډول حل کیږي؟

دې پورته ستونزې ته تر اوسه افغان سفیر پخپله فیسبوکپاڼه ځواب نه دی ویلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x