افغانستان

حکومت ولسي جرګې ته ۱۲ وزیران ور وپېژندل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د ملي یووالي حکومت ۱۲وزیروان نن ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو په موخه ورپېژندل شول.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د ولسي جرګې له غړیو وغوښتل چې نوماند وزیرانو ته رایې ورکړي.

دانش د ولسي جرګې ناستې ته وویل« دوی ته د باور رایه ورکړئ، چې کابینه بشپړه شي او خپل پلانونه عملي کړي»

تېر کال ولسي جرګې د ۷ وزیرانو څخه په دې سبب د باور رایې بېرته واخیستې، چې کلنۍ بودیجه یې نه وه مصرف کړې.

سرور دانش نن له ولسي جرګې سره ژمنه وکړه، چې پاتې درې وزیران او د سترې محکمې غړي به دې جرګې ته ژر وروپېژني؛ څو د باور رایه واخلي.

په نننیو نوماند وزیرانو کې د دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجیب الله خواجه عمري، ، د ترانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته محمد شفیق ګل اغا شېرزی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اریوبي، د کلیو د پراختیا وزارت ته مجیب الرحمان کریم، د ټولګټو وزارت ته یما یاري، اقتصاد وزارت ته مصطفی مستور  او او د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته نصیراحمد درانی نوماند شوي دي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان ویلي، چې د نوماند وزیرانو اسناد ولسي جرګې څېړلي دي.

اوسمهال ۱۴ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي؛ خو تراوسه د بهرنیو چارو وزارت، د پوهنې وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزیران ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره نه دي ورپېژندل شوي.

د تېرې چارشنبې په ورځ لوړو زده کړو وزارت ته نوماند عبدالطیف روشان له خپلې دندې نوماندۍ استعفا ورکړه او پرځای ډاکټر نجیب الله خواجه عمري نوماند شو.

تراوسه معلومه نه ده چې نن به څو وزیران د ولسي جرګې څخه د باور رایه واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x