
نوې غزل – مينه انتظار
چا چي زما له سره ليري کړ زما پوړنی
خدايه له ژوند څخه يې واخلې د بقاء پوړنی
يوازي ما نه، هري پيغلي څڅولي اوښکي
د چا پر سر دی پاته سوی نن سبا پوړنی؟
زه به مړه کېږمه په ما به هديره ډکه سي
زما پر قبر به رپيږي د حيا پوړنی
د بې موسمه توپانونو سره هيڅ نه کيږي
دا بې موسمه سېلۍ نه پريږدي د چا پوړنی
په خپل ديار کي مي په ننګ باندي ولاړ نه سوله
هر يو داغه وايي چي را که «ميني» را پوړنی