نړۍ

سعودي: د افغانستان په سفارت کې تذکیري ویشل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په سعودي کې د افغانستان سفیر سید جلال کریم پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې سر له سبا یکشنبې څخه هغو افغانانو ته تذکیري ویشل کیږي چې تذکري نه لري.

نوموړي ویلي چې د کورنیو چارو وزارت د احوالو او نفوسو اړوند یو پلاوی په ریاض کې افغان سفارت او بل پلاوی په جده ښار کې افغان کونسلګرۍ ته راځي تر څو هغو افغانانو ته تذکري ورکړي چې تر اوسه یې نه لري.

نوموړي لیکلي: «په سعودى عربستان کې ميشتو افغانانو ته خبر ورکول کيږى د يک شنبې په ورځ چې ۱۳/۰۹/۱۳۹۶نيټې سره سمون خورى د کورنيو چارو وﺯارت د احوالو او نفوسو ثبتولو رياست يو پلاوې په سعودى عربستان کې ميشتو افغانانو ته چې تذکرې نه لرى ، هويت د ثبتولو او تذکرو د ويشلو په موخه په رياض ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوريت په سفارت کې او د جدى په ښار کې د افغانستان په جنرال قونسلګرى کې په کار پيل کوى ټول هيواوال دى خبر وى».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx