fbpx

د زیتون تیل ولې په تشه معده ګټور دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه لیندۍ ۴مه ۱۳۹۶ل) د زیتون تیل روغتیا لپاره په ګټو کې خورا ډیرې ځانګړتیاوې لري، ځکه چې زیتون له ګټورو موادو سره ویټامینیات، بدن له غوړوالي ساتل، او د اکسایډ oxide ضد ماده لري، دا ټول هغه شیان دي چې د انسان زړه او وینې رګونه، او د وینې سرو حجرو ته د زیان رسولو مخنیوی کوي، همدا رنګه زیتون په وزن او درد کمولو کې هم ګټور دي.
د بولډ سکای خبري اژانس د راپور پر اساس د تغذیې متخصصین په ورځیني خوړو کې د زیتون تیلو استعمال ګټور ګڼي، خو دوی مشوره ورکوي چې د زیتون تیل په تشه معده خوړلو سره ددې ګټې ضامن کیدی شي.
د زیتون تیلو روغتیایي ګټې په لاندې ډول دي:
د کولمو درملنه
زیتون تیل هاضمه راولي او د قبض ناروغۍ مخه نیسي.
د بدن پوستکي ته ګټور دي
د زیتون تیل د بدن پوستکي او نوکانو ته خورا ګټور دي، ځکه چې دا پوستکی نرم او ویښتان تغذیه کوي.
جګر/ینه صفا کوي
جګر د بدن ټولو داخلي ارګانونه/عضلات پاکوي، له دې کبله جګر باید له زهرجنو موادو پاک شي، او دا د زیتون تیلو له لارې ممکنه ده، د زیتون تیل دوه کاشوغې د لیمو شربت کې ګډ کړل شي او بیا دې وخوړل شي تر څو جګر له زهرجنو موادو پاک وساتي.
د وزن کموالي کې مرسته کوي
د زیتون تیل خوړلو سره انسان د مړښت احساس کوي، چې د ډیر خوراک مخنیوی کوي، همدا رنګه زیتون د مستو غوره بدیل هم دی.
د بدن وړتیا پیاوړی کوي
د امینو اسیدونه Amino acids د بدن په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، په دې توګه د ناروغۍ پر وخت د بدن وړتیا پیاوړی کوي.
زړه ژغوري
د ګټور کولیسترول د زیاتوالي لپاره د زیتون تیل مهم دي، کوم چې د زړه او وینې رګونو لپاره بې سارې ګټې لري، همدا رنګه د زیتون تیل په بدن کې د مضر کولیسترول مخنیوی هم کوي.
د وینې شکر کنترولوي
د زیتون تیل د وینې شکر ناروغۍ کچې راکمولو کې مرسته کوي، ځکه خو ددې ناروغۍ متخصصین هم د شکر ناروغ لپاره د زیتون تیل خوراک مشوره ورکوي.
دماغ ژغوري
همدا رنګه د زیتون تیل دماغي روغتیا پیاوړې کوي، د عمر په ډیروالي سره د دماغ کمزوري کیدو مخه نیسي، حافظه قوي کوي او انسان له خپګانه ساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د