افغان حکومت دا ځل د روسیې څخه سوله وغوښته

نن ټکی اسیا (شنبه لیندۍ ۴مه ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، روسیه باید د افغان سولې په برخه کې کار وکړي.

حنیف اتمر روسیې ته د سفر په مهال ويلي، که دا هېواد له طالبانو سره اړیکي لري، نو ښه به وي چې طالبان سولې ته اړ کړي.

اتمر له خپل روسي سیال سره د خبرو پر وخت څرګنده کړې، چې د طالبانو او روسیې اړیکي باید د دې سبب نه شي، چې طالبانو ته د جګړې نور جرئت هم ور کړي.

دغه افغان چارواکی په داسې حال کې د روسیې او طالبانو د اړیکو اړوند څرګندونې کوي، چې دې هېواد پرلپسې دا تورونه رد کړي دي.

طالبانو هم پخپلو بیانونو پرلپسې ويلي، چې دوی د یو سیاسي خوځښت په توګه د خپل سیاسي دفتر له ادرسه ازاد دي چې له چا سره څه ډول اړیکي وساتي.

باید وویل شي چې امریکايي پوځي او سیاسي چارواکو هم پر روسیې تور پوري کړی چې په افغانستان کې د طالبانو سره مرسته کوي او روسیې هم په خپل وار افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو امریکايي پلان رد کړی دی او ویلي يې دي چې د ګټې پر ځای به لا تاوان وکړي.

باید یاده شی، افغان چارواکي له دولت سره یو ځای کېدل، د اساسي قانون منل او د بهرنیانو اړوند د دوی د ملګرتیا موقف خپلول د سولې په توګه پېژني، چې مخالف لوری يې پر «تسلیمۍ» تعبیروي.

د شنونکو په باور له طالبانو سر د مخامخ خبرو پر ځای، بل ادرس ته د سولې په پلمه لاس غځول کومې مثبتې پایلې نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د