نړۍ

د امریکا راز شیندونکی غواړي د یومهم راز اړوند مفصله شاهدي ورکړي

د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مامو ادوارد سنودن په یولیک کې وايي چې دی غواړي د المان دپارلمان د پلټنې دجرګه ګۍ په وړاندې بې له کومه قیده یا شرطه مفصله شاهدي ورکړي.د المان اپوزیسیون يې په وړاندې نېک باوره دی، مګر دولت يې شکمن دی، چې ښايی سنودن به شرایط ولري.

د سنودن یادلیک دهغه د الماني وکیل ولفګانګ کالیک له خوا د مسیحي دیموکرات او د جرګه ګۍ د ریس پاتریک سنسبورګ په نامه رسنیو ته استول شوی. نوموړي په دې لیک کې ښکاره ویلي دي چې دی به په المان کې د امریکا له خوا په شویو جنایاتو بې قیده او شرطه مفصله شاهدي ورکړي.
 په دې لیک کې یواځې دې ته اشاره شوې  چې د آلمان په فدرالي شورا یا «بوندستاگ» کې د یوه شاهد په توګه د سنودن څخه تحقیق «له یو لړ حقوقي او عملي ستونزو سره» تړلی دی. پردې سربېره په لیک کې ښکل شوي:  «مخکې له مخکې موږ نه شو کولای چې په دې هکله یو څه ووایو چې سنودن د کومې موضوع په هکله مفصل معلومات ورکولای شي او یا یې غواړي چې ور یې کړي.»
ادروادسنودین د امریکا داستخباراتې شبکې مامور و،چې څه وخت وړاندې يې د دې ادراې ځينې مهم پټ رازونه له رسنیو سره شریک کړل، امریکا هغه په جاسوسۍ تورن کړ او دنیولو هڅې يې پيل کړې.
یاده دې وي چې سنودن څه وخت وړاندې د امریکا د رازونو د افشا په خاطر د زړورتیا نړیواله جایزه هم وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x