افغانستان

د غالیو په صادراتو کې ۵۰سلنه کموالی راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):   د افغانستان د غالیو د مرکز مسوول دلجم منان قاسمي وايي، د تېرو کلونو په پرتله د غالیو په صادراتو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د دغه مرکز مسوول قاسمي په خبره، په هېواد تولید شوې غالۍ په پاکستان کې پروسس کېږي او د پاکستان په نامه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

دی وايي، ۸۰ سلنه غالۍ په پاکستان کې له پروسس وروسته د دغه هېواد په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي، چې دغې چارې د افغان غالیو په صادراتو منفي اغېز کړی دی.

قاسمي د ملي یووالي حکومت نه غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د غالیو د پروسس زمینه برابره کړي او افغان غالۍ دې د افغانستان په نامه نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.

د افغانستان د مهمو صادراتو څخه یو هم غالۍ ګڼل کېږي، چې په امریکا، اروپا او اسټرالیا کې ښه بازار لري؛ خو د پاکستان په نامه صادرولو سره یې بازار کم رنګه شوی دی.

د پلازمېنې کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د غالیو د پروسس مرکزونه جوړ شوي؛ خو د مجهزو وسایلو د نه لرلو له امله ډېری غالۍ په پاکستان کې پروسس کېږي او د پاکستان په نامه نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x