نړۍ

کوټه: په چاودنه کې ۴ کسان مړه او ۱۹ نور ټپيان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه لیندۍ ۴مه ۱۳۹۶ل): نن د شنبې په ورځ سهار د کوټې ښار په سریاب روډ کې د چاودنې له امله ۴ تنه مړه او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې او هدف یې د یوه پوځي قومندان هدف ګرځول وو.

د کوټې د سیول روغتون ویاند وسیم بیګ رسنیو ته ویلي چې تر دې مهاله دوی ته ۱۹ تنه ټپيان او ۴ جسدونه رسیدلي دي او د کوټې په ټولو رغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم د بلوچستان وزیر اعلی نواب ثناء الله خان زهري د پيښې د غندلو تر څنګ د ټپيانو د عاجلې تداوي اوامر صادر کړي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې په چاودنه کې د ایف سي عسکرو دوه موټر، ۳ رکشې او یو موټر سایکل تخریب شوي دي.

که څه هم د پيښې د قربانیانو هویت نه دی څرګند شوی خو د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي (ډي آی جي عبدالرزاق چیما) رسنیو ته ویلي چې یو ماشوم وژل شوی او اکثره قربانیان ملکي وګړي دي.

په دې وروستیو کې په کوټه ښار کې چاودنې او هدفي وژنې زیاتي شوي دي چې له امله یې د پولیسو جګپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x